Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار: د دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکو د امنیت ساتنې په موخه قومي تړه کړې.

admin by admin
2021/05/30

دور بابا ولسوالۍ چې ډیورونډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده، ځايي اوسیدونکو یې د امنیت ساتنې په موخه قومي تړه کړې او وایي، په خپله سیمه کې وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

قومي مشران وايي، که څه هم سیمې ساتي، خو د حکومت له اړخه د پوره همکارۍ نشتوالي له امله ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه خلک چې د دې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکړي، یو میلیون افغانۍ نقدي جریمه ترې اخیستل کېږي او کور به یې وسوځول شي.

قومي مشر همېشه ګل مسلم وايي: «  د هر هغه چا پر وړاندې مو تړه کړې، چې د افغانستان خلاف وي. که څوک د وسله والو ډلو فعالیت ته اجازه ورکړي، نو د تړې له مخې، به یو میلیون افغانۍ نقدي جریمه ورکوي او کور به یې هم سوځول کېږي.»

دغه خلک وایې، که څه هم د سیمو امنیت په ساتنه کې مرسته کوي، خو ګیله يې دا ده، چې حکومت د اسانتیاو برابرولو برخه کې له پامه غورځولي.

 قومي مشر همېشه ګل مسلم وايي: « موږ پر حکومت غږ کوو، چې د دور بابا ولسوالۍ خلکو له تړې ملاتړ وکړي، ترڅو دا تړې نورو ولسوالیو کې هم وشي.»

بل پلو چارواکي هم د امنیت په ساتنه کې د ولسونو ملاتړ مهم بولي.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وایي، دور بابا کې د خلکو پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره کار کوي.

نوموړی وایي، هغه امکانات چې حکومت سره شته په واک کې به یې ورکړي.

امرخېل زیاته کړه:« د شینوارو دروند قوم راټول شو او پرېکړه یې وکړه، هر هغه څوک چې طالبانو ته ځای ورکوي، هغوی به یو میلیون افغانۍ جریمه کېږي. پښتانه په ټوله کې تړې لري، نو دغسې تړې او هوکړې کولائ شي،  چې د سیمو امنیت ښه والي کې رغنده رول ولوبوي.»

تر دور بابا وروسته د ننګرهار په هسکې مېنې او کوټ  ولسوالیو کې هم یو شمېر ځایي قومي مشرانو د خپلو سیمو د امنیت ساتنې لپاره قومي  تړي کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist