Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هرات ولایتي شورا مشر: مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو تحرکات زیات شوي.

admin by admin
2021/05/30

وسله والو طالبانو په وروستیو څو اونیو کې  د هرات ښاراو ولسوالیو کې خپل تحرکات زیات کړې دي.

د ولایتي شورا استازي اندیښنه ښه یې،چې جګړه د ښار مرکز ته رسیدلي او که د مخنیوي لپاره يې ګام وانخېستل شي،ښايي حالت نور هم کړکېچن شي.

د هرات ښارګنج سیمه کې  د شنبې په شپه  درې پرله پسې چاودنې وشوې،چې وروسته د ډزو غږونه  اورېدل کېدل.

د جمعې په  ورځ د کهسان ولسوالۍ  په قدوس آباد سیمه کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې،چې ۶ ټپیان حوزوي روغتون ته انتقال شوي.

د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزی وايي: « له بده مرغه جګړه نن تر ښاره رارسېدلې ده. دا توپير نه کوي، چې جګړه د یوې دقیقيې لپاره ده او که د یوه ساعت لپاره، دا چاره د هرات پر خلکو، تاثیر کوي. دولت باید د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي.»

بل پلو د هرات والي سید وحید قتالي هم مني،چې ښار کې د طالبانو ځیني شبکې فعاله دي او کله ناکله د خلکو امنیت ګواښي.

قتالي زیاته کړه: «  هرات ښار کې د وسلوالو طالبانو شبکې فعاله دي، دا شبکې وخت ناوخت امنیتي ځواکونه، وتلې څېرې او عام خلک ترور کوي. موږ ډېری د دې شبکو غړي نیولي دي.»

قتالي ټینګار کوي،چې تېرو درېیو  میاشتو کې يې ګڼ شمیر کسان د طالبانو په تور نیولي.

هغه وايي، د هرات په اوبې ولسوالۍ کې هم د افغان امنیتي  ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده او ځواکونه يې په کلکه مقاومت کوي.

قتالي وايي:« اوبې ولسوالۍ کې جګړه دوام لري، لازم ځواکونه دې ولسوالۍ ته استول شوي. »

پرون شپه هم د هرات اسلام کلاه لويې اړونده سیمه کې یو ځوان د وسله والو کسانو له لوري وژل شوی.

د هرات اوسیدونکي د جګړې له ښکیلو خواوو،غواړي،چې نور دي جګړه بس او اوربند وکړي.

د هرات اوسېدونکی وايي: « د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړم، چې جګړه پای ته ورسوي، ترڅو موږ ټول په سوله کې خوشحاله ژوند وکړو. »

د اوبې ترڅنګ کهسان، غوریان، ګلران، شینډنډ، پښتون زرغون او فرسي هغه ولسوالۍ دي،چې وخت ناوخت ورڅخه د جګړو او نا امنیو راپورونه ورکول کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist