Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: د سید کرم ولسوالۍ اوسېدونکي ولایتي ادارې پر توپيري چلند تورنوي.

admin by admin
2021/05/30

 د سیدکرم ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، ولایتي ادارې د پروژو پلې کېدو برخه کې ورسره یوازې ژمنې کوي.

دوی وایي،د سید کرم ولسوالۍ امنیت د ډاډ وړ دی،خو د پوهنې، روغتیا او کرنې برخو کې ورته کار نه دی شوی او له کلونو راهیسې د کوهسین سړک تر څنګ د یو شمېر پروژو چارې نه دي پیل شوي.

د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: « د سیدکرم ولسوالۍ کې پخوا جنګونه ډېر ول. اوس په کې پوستې ډېرې شوي او همدا لامل دی،چې اوس امنیت په کې ښه شوی دی.»

د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: « هغه څه چې موږ ډېره اړتېا ورته لرو، هغه د پوهنې برخه ده. په یو شمېر سېمو کې ښوونځي نه شته. هلته باید ښوونځي جوړ  شي.»

د سیدکرم اوسیدونکي همدا راز  د روغتیا او کرنې برخو کې هم  د پروژو نه پلي کېدو له کبله نیوکه کوي.

د سیدکرم ولسوالۍ اوسیدونکی وايي: «  له موږ سره ژمنې شوي، خو تر اوسه پورې عملي شوي نه دي. د کوهسین سړک کیفیت هم ډېر خرابه دی. »

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل بیا وایي، سید کرم ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون او یو شمیر ښوونځو د ودانیو جوړیدو چارې روانې دي او د کوهسین پر سړک به هم کار پیل شي.

منګل زیاته کړه: «  د توشنک او کوهسین سړک چې د سید کرم او لجې منګل ولسوالیو ولسونو له پاره اساسي پروژه ده. دا پروژه په ملي تدارکاتو کې تر کار لاندې ده او د چارو تربشپړېدو وروسته به یې چارې پیل شي.»

سیدکرم د مرکز ګردیز ختیځ په ۱۰ کیلو مترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او اوسیدونکي یې پرر ولسي کچه د بیارغونې پروژو د امنیت ساتنې ډاډ ورکوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist