زیور جان چې د ننګرهار اچین ولسوالۍ مامندرې سیمې اوسېدونکی دی، د مورله غېږې د لوېدو له امله یې سر ضربه لیدلې وه، عملیات یې په بریالي ډول ترسره شو.
د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون د عصبي جراحي څانګې مسوولین وایي، معایناتو کې ولیدل شول، چې د ناروغ د سرهډوکی په غیر منظم ډول مات شوی و او د کوپړۍ دننه یې په زیاته اندازه وینه راټوله شوې وه، د یاد روغتون د ډاکټرانو له لوري یې عملیات په بریالي ډول ترسره شو.
د مسوولینو په خبره، له عملیات وروسته د ناروغ روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.











