Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: د کورنیو او بهرنیو پانګه والو پانګونې له امله نسبي اقتصادي ثبات رامنځته شوی

حنفي: د کورنیو او بهرنیو پانګه والو پانګونې له امله نسبي اقتصادي ثبات رامنځته شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/13

د صنعت اوونۍ ملي او نړیوال نندارتون د یکشبنې پر ورځ د ( ۱۴۰۳ کال د غويي پر ۲۳ مه) د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو له لوري په کابل کې پرانېستل شو، چې شاوخوا اووه ورځي به دوام وکړي.

نندارتون کې د کورنیو پانګه والو ترڅنګ یو شمېر بهرنیو سوداګرو هم خپل صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

د رئیس‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، دا چي صنعت د هېواد بنسټیز سکټور دی، حکومت يې په ټوله مانا بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.

نوموړی زياتوي، د کورنيو او بهرنيو پانګه والو له لوري د شوې پانګونې پر اساس، نسبي اقتصادي ثبات رامنځته شوی دی.

هغه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت په ټوله مانا د افغانستان د صنعت او د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي، په دې لاره کې د هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو برخه کې له هڅو ډډه نه کوي او د کال په اوږدو کې یې د صنعت په برخه کې مالیاتي معافیت لپاره هم کوټلي ګامونه پورته کړي دي.»

په ورته مهال چارواکي مني، چې اوس‌مهال په هېواد کې ۹۹ سلنه راکړه ورکړه پر افغانیو کېږي او دې برخي ته باید جدي پاملرنه وشي.

د دوی په خبره، د حکومت د مشرتابه لارښوونې له مخې حکومت تر ډېره د سوداګرو ستونزې حل کړي او ورته د لا اسانتياوو برابرولو هڅې کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزیزي وايي: «  د وزیر او نورو رئیسانو په ډله کې موږ هم وو، اوس مهال د الله تعالی په لوی فضل او کرم سره د افغانستان په ۹۹ سلنه خاوره کې افغانۍ چلېږي، حال دا چې مخکې وېشنه وه یو ځای کې به یو رقم بهرنۍ پیسې چلېدې، بل ځای کې به د بل رقم بهرنۍ او د ګاونډیو هېوادونو پیسې چلېدې.»

له دې سره د خصوصي سکټور ځېنې مسوولین هم تائيدوي، چې ماليې پرې ټيټې شوي او په دې توګه په هېواد کې د توليدي کارخونو شمېر او فعاليت هم زيات شوی دی.

دوی زياتوي، سوداګرو ته د حکومت لخوا د یو لړاسانتیاوو رامنځته کولو ځېنې بهر میشتې پانګه وال دې ته هڅولي، چي په کور دننه پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند وايي: « د افغانستان د صادراتو ښه والی یا پرمختیا یو له هغو فرمانونو څخه چې جناب عالي قدر شیخ امیرالمومنین ورکړ، پر صارداتو د ماليې معافېدل دي. هغه اضافي مالیه چې پر صادراتو راتله او تېر کال روژه کې هغه معاف شوه؛ نو زموږ په صادراتو او بعضي اقلامو کې چې موږ یې په افغانستان کې تولیدوو د پام وړ ډېروالی راغلی دی.»

د افغانستان د صنایع او معادن خونې مسوولین بيا وايي، لا هم پانګه والو ته د ځمکو د وېش ستونزه نه ده حل شوې.

دوی ټينګار کوي، چې سرپرست حکومت دې د يادې ستونزې په حل کولو سره  پانګونه جلب او د اقتصادي تحرک لا پراختيا ته  دې زمينه برابره کړي.

د افغانستان  صنایع او معادن خونې مشر شیرباز کمېن زاده  وايي: « د افغانستان له اسلامي امارته مو د زړه له کومي دغه هیله او ارزو ده چې زموږ د ځمکې غمه وخوري، تراوسه پورې موږ صنعتي پارکونه نه لرو، جناب معاون تاسې دلته حضور لرئ، که غواړو چې پانګونه جذب کړو؛ نو د اسلامي امارت له ټولو مشرانو هیله کوو چې له داخلي تولیداتو د امیرالمومنین د فرمان مطابق ګټه واخلئ.»

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist