Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني : افغانان به د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ښه راتلونکی ولري

حقاني : افغانان به د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ښه راتلونکی ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/11

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافېرې  رافیلا یودیس سره کتلي دي.

کتنه کې دواړو خواوو  سوله، ثبات او پرمختګ د افغانستان او سیمې پر ګټه بللی دی.

سراج‌الدین حقاني ويلي، افغانان خلک ډېر ویاړمن دي او د اسلامي نظام تر سیورې لاندې به ښه راتلونکی ولري.

نوموړي همداراز زیاته کړې، د افغانستان د هوساینې لپاره به حکومت تر ممکنه حده هڅې وکړي، څو د پرمختګ په مسیر کې واقع شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیرې اغلې رافیلا یودیس سر وکتل، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د بېلابېلو سیاسي اوضاع په اړه د نظر تبادله وکړه. یودیس د امن د دوام او افغانانو ته د ښې راتلونکي هیله څرګنده کړه. سراج الدین حقاني افغانانو سره د رافیلا خواخوږي د قدر وړ وبلله او ویې ویل، افغانان قدرمن او ویاړلي خلک دي، د حاکم امن او اسلامي نظام تر سیوري لاندې به ښه راتلونکی ولري. موږ به هم خولې تویې کړو، سختي به وزغمو او ان شاءالله د پرمختګ په مسیر کې به واقع شو.»

د اروپایي ټولنې شارژدافېرې په افغانستان کې د موجوده امنيت دوام ته په پام سره افغانانو ته د ښې راتلونکې هیله څرګنده کړه.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا د پرمختګ او هوساينې په اړه د سراج‌الدين حقاني څرګندونو ته په پام سره، زده کړې اړینې بولي او ټینګار کوي، چې تر هغې به هېواد له نړۍ سره سیال نه شي، څو په کور دننه نجونو او هلکانو ته په برابره توګه د زده کړو زمينه نه وي برابره شوې.

د سیاسي چارو شنونکی صفي الله عزیزي وايي: « د افغانستان د پرمختګ یوازینۍ لاره زده کړې دي، موږ زده کړو ته اړتیا لرو او له همدې لارې کولی شو چې له نړۍ سره سیال شو او افغانستان د پرمختګ مسیر ته بوزو. که زده کړې نه وي نو پرمختګ ناشونی دی او د دې یوارینۍ لاره تعلیم کول دي. حکومت باید په دې برخه کې جدي کار وکړي څو د پرمختګ لوړې موخې ته ورسېږو او نړۍ سره سیال شو. زموږ غوښتنه همدا ده چې د نجونو ښوونځي هم پرانېستل شي او د دواړو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره شي. د نړۍ زبرځواکونه د همدې زده کړو له برکته د پرمختګ لوړو څوکو ته رسېدلي.»

ځینې نور بیا وايي، د هېواد پرمختګ لپاره دې حکومت بهرینو او داخلي پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

دوی ټینګار کوي چې په هېواد کې امینت تامين شوی او له دغه فرصته دې حکومت او ولس دواړه ګټه پورته کړي.

د سیاسي چاور شنونکی کامران امان وايي: « اسلامي امارت دې په افغانستان کې یو څو ټکو ته ډېره پاملرنه وکړي، لومړی دا چې له ګاونډيانو او نړیوالو سره ځان سیال کړي، افغان سوداګر باید هېواد ته راوبلل شي او اقتصاد او سوداګري پیاوړې کړي او ترڅنګ یې په کور دننه او بهر هېوادوالو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، هغه وخت موږ کولی شو نړۍ سره سیال شو.»

دا په داسې حال کې ده، چې اروپایي ټولنې شارژدافېرې له دې مخکې هم د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي ول، چې اسلامي امارت دې افغان ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي څو افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لور ته ولاړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist