کابل کې وژل شوی امریکایی؛ په امریکا کې پخوانی ښاروال و
بریت ټېلر د امریکا د اوتا ښار د شمالي اوګدن سیمې ښاروال و او له خپلې دندې یې استعفاء ورکړې وه.
ټېلر له دندې استعفاء وروسته افغانستان ته د اوتا ملي ګارډ په څوکاټ کې رالېږل شوی و.
کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، لومړني مالومات ښيي چې بریدګر د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو غړی و.
د ناټو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، بریدګر سمدستي د نورو افغان سرتېرو لخوا وژل شوی دی.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت زیاتوي چې ټپي او وژل شوی سرتېري د باګرام پوځي اډې ته لېږدول شوي او د ټپي سرتېري روغتیايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
په خبرپاڼه کې ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي او نه په ډاګه شوې چې وژل شوی او ټپي سرتیري د کوم هېواد دي او د کابل په کومه برخه کې دا پېښه رامنځته شوې ده.