Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوارزمي: پاکستان کې د ناامنیو پړې ګوته افغانستان ته نیول له حقیقته د توجه اړولو ناکامه هڅه ده

خوارزمي: پاکستان کې د ناامنیو پړې ګوته افغانستان ته نیول له حقیقته د توجه اړولو ناکامه هڅه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/09

له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د ناامنیو رېښه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده او د دې هېواد امنيتي ځواکونه د خپلو خلکو امنيت پر خوندي کولو نه دي توانېدلي.

د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو او د دې هېواد په ايالتونو کې له هر بريد وروسته، د خپلې ناتوانۍ د توجيح کولو په موخه اسلام‌اباد کابل ته د پړې ګوته نيولې او کابل تل پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي د پاکستان د پوځ هغه ادعا له واقعیته لرې بللې، چې ګواکي په پاکستان کې د وسله‌والو فعالیتونو رېښه په افغانستان کې ده.

خوارزمي وايي، ورته ادعاوې د پاکستان پوځ له لوري د خپل ضعف د توجيح کولو ناکامه هڅه ده، چې هېڅ اساس نه لري.

هغه زیاتوي: « پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګټې اخېستنې په اړه د پاکستاي پوځ د ویاند وروستۍ ادعا بې بنسټه او له حقیقته لرې ده. د خیبر پښتونخواه سیمه په داسې موقعیت کې پرته ده چې د پاکستاني پوځي ځواکونو له لوري یې ښه سخت امنیت نیول شوی او په داسې سیمه کې یې ځواکونه هدف ګرځول د هغوی د امنیتي ارګانونو د کمزورۍ ښکارندويي کوي او یا په دې برید کې خپله لاس لري چې په دواړو حالتونو کې مسوولیت خپله پاکستان ته ورګرځي او دا له حقیقته د پام اړولو د هغوی ناکامه هڅه ده.»

ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، داعش جنګيالي له پاکستانه افغانستان ته اوړي او په دې توګه د پاکستان خاوره او د پښتونخوا په شمول د دې هېواد تر کنټرول لاندې سيمې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې داعش ډله په يادو سيمو کې خوندي پټنځايونه لري او له هماغه ځايه په افغاستان کې خونړي بريدونه پلانوي.

د خبرپاڼې له مخې، کابل کې چينايي وګړو ته د دوی خونديتوب په اړه ډاډ ورکړل شوی او چينايي چارواکو درک کړې، چې پاکستان کې د چينايي اتباعو په نښه کېدو پېښو کې مسووليت مخامخ پاکستان ته راجع دی.

خوارزمي وايي: « موږ داسې موارد لرو چې داعش د پاکستان له خاورې افغانستان ته داخلېږي او د پاکستان له خاورې د افغانستان پر وړاندې ګته اخلي. پاکستان باید په دې اړه ځواب ووايي. موږ د پاکستان امنیت او ثبات د افغانستان او سیمې په ګټه ګڼو او د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ پر ورورولۍ او نېکو اړیکو باور لرو.»

دا دريځ نيونه د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د هغو پرونيو ادعاوو په غبرګون کې ده، چې ګواکې کابل د اسلام‌اباد له مکرور اعتراضونو سره سره د وسله‌والو پر وړاندې ګام نه دی پورته کړی.

نوموړي د خبرداری په توګه ويلي، چې د پاکستان ضد عناصرو د له منځه وړلو لپاره به له هرې ممکنه وسيلې استفاده وکړي.

چودري زیاته کړې: « لوی درستیز واضح او څرګند دريځ لري، چې پاکستان د ناقانونه ګرځول شويو ډلو د پټنځایونو او د افغانستان له خاورې په خلاص مټ د عملیاتو په اړه تحفظات لري. پاکستان د وسله‌والو له منځه وړلو او د خپلو اتباعو د امنیت خوندیتوب لپاره هېڅ راز هڅه نه سپموي. د پاکستان د پوځ لومړیتوب د هېواد امنيت دی او د دې لپاره د ترهګرو او د هغوی د سرپرستو او اسانچارو د ځپلو په خاطر هر ممکن حده پورې تللی شو.»

بلخوا د پوځي چارو کارپوهان وایي، د پاکستان خاوره په دوامداره توګه د افغانستان پر ضد کارول شوې او په خبره یې پاکستان د وسله‌والو ډلو په روزلو سره هڅه کوي، چې د لوېديځ پروژې عملي کړي.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « په سیمه کې ټوله بدبختي د پاکستان له ادرسه ده، چې له پښتنو کار اخلي، تاسې وګورئ کله کاکړ راولي، کله درانی راولي، کله بلوڅ رامخې ته کوي او موږ نړۍ ته ترهګر معرفي کوي چې دا افغانان دي چې ناامني خپروي؛ خو نه، دا پنجاب دی چې دې ټولو بدبخیتو او تباهیو ته یې لار هواره کړې، ورځ تر بلې یې موږ له ستونزو سره مخ کړي یو او ټوله سیمه یې ناامنه کړې ده.»

پاکستاني چارواکو له دې وړاندې ویلي، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره يې په هره کچه همکاري کړې خو زیاتوي، کابل هغه ژمنې چې په دوحه کې یې کړې وې نه دې پوره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist