Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هېواد کې جګړه؛ تېرې پنځلس ورځې د ملکي افغانانو لپاره خونړۍ وې.

admin by admin
2021/05/29

 د کورنیو چارو وزارت وایي، د وسله والو طالبانو له خوا بمي چاودنو او بریدونو کې شااوخوا ۸۰ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

یاد  وزارت وایې،  په دې موده کې ۳۵ تنه ملکي کسان وژل شوي او نږدې ۴۰ تنه نور  ټپيان شوي،چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند حامد روشن وايي: « په  تېرو دوو اونیو کې د طالبانو له لوري په بېلابېلو برېدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي. »

خو طالب ویاند بیا  د  کورنیو چارو وزارت ادعا ردوي او زیاتوي،چې زیاته مرګ ژوبله د حکومتي ځواکونو په بریدونو کې اوښتې ده.

بل پلو  یو شمیر سیاسي شنونکي بیا په وروستیو هدفي وژنو او چاودنو کې د سیمې استخباراتو او ګاونډیو هېوادونو لاس بولي،چې غواړي د سولې بهیر پیچلی او ناکام کړي.

د کندز پخوانی والي عمر ساپی وايي:« زه فکر کوم،د روانو نا امنیو ترشاه یو شمېر هېوادونه لاس لري او  په سیستماتیکه توګه هڅه کوي،ترڅو د سولې پروسه ټکنۍ کړي.»

یوازې پرون  شپه په ننګرهار، فراه، کاپسیا او پروان ولایتونو کې درې تنه قومي مشران د د نامالومه کسانو له لوري ترور شوي  دي.

  دجمعې په ورځ د هلمند ګرشک ولسوالۍ بازار کې د ملکي وګړو په موټر د هاوان مرمۍ لګېدو له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

 د  بشري حقونو سازمان  بیا دغه وضعیت اندېښمن کړی او د جګړې پر ښکیلو خواوو یې غږ کړی دی،چې جګړه کې دې له ملکي وګړو قرباني نه اخلي.

د افغانستان بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي: « د پېښو عاملین باید د حکومت او جرمنو نړیوالې محکمې له لوري ونیول شي. دوی ته باید جزا ورکړل شي.»

د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې،یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نښتو، بمي چاودنو،د هاوان مرمۍ لګېدو او د هدفي بریدونو له امله ۱۳ تنه ملکي وګړي،چې درې تنه قومي مشران او درې تنه ښځې په کې شاملې دي، وژل شوي او ټپيان دي.

د یادو پېښو مسوولیت  تر اوسه پورې  کومې وسله‌ والې ډلې پرغاړه نه دی اخېستی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026
عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist