د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوال خدایداد طیب وایې، پېښه پرون ماذدیګر شااوخوا پنځه بجې د ګند آب په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي، سخیداد پهلوان او زوی یې پر موټر سایکل سپاره وو، دوی د امنیتي ځواکونو چک پواینټ ته نه دي درېدلي او هغوی ورباندي ډزې کړې چې له امله یې دواړه وژل شوي دي.
ګندآب د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې کرښه ده.











