د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا وبا د لازیات خپرېدو له امله به د کابل په ګډون د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې ټولې دولتي او خصوصي تعلیمي ادارې د دوو اونیو لپاره تړلي وي.
د وزارت په وینا، یاد پوهنتونونه، ښوونځي او نورې تعلیمي ادارې به په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا او کندز ولایتونو کې تړلي وي.
پوهنې وزارت هم د روغتیا وزارت یاده پرېکړه تاییدوي او زیاتوي چې تر دویم امر پورې به ټول دولتي او خصوصي تعلیمي بنسټونه تړلي وي











