Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا د بودیجې کمښت له امله ځېنو برخو کې د مرستو احمتالي بندېدو خبرداری ورکړی

اوچا د بودیجې کمښت له امله ځېنو برخو کې د مرستو احمتالي بندېدو خبرداری ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/08

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په خپل یوه راپور کې د بودیجې کمښت له امله په افغانستان کې د روغتیا، خوراکي توکو، تغذیې، سرپناه او زده‌کړو برخو کې د مرستو د بندېدو خبرداری ورکړی.

په راپور کې راغلي، د روان ۲۰۲۴ز کال د اپرېل او راروانې جون میاشتې ترمنځ د اړتیا وړ بودیجې د نشتون له امله نه شي کولی په هېواد کې اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي.

په راپور کې د راغلو شمېرو له مخې؛ د زدکړو لپاره ۶.۹ میلیونه ډالر، د بېړنۍ سرپناه د برابرولو لپاره ۱۲.۷ میلیونه ډالر، د خوړو خوندیتوب لپاره ۵۴.۲ میلیونه ډالر، د روغتیا برخې لپاره ۹.۹ میلیونه ډالر او د تغذیې په برخه کې ۳۶.۳ میلیونه ډالرو اړتیا ده چې ټولټال ۱۲۰ میلیونه ډالر کېږي.

د راپور یوه برخه: « د ۲۰۲۴ز کال د اپرېل او جون میاشتو ترمنځ د بسپنې د کمښت له امله د سرپناه، روغتیا، خوراکي توکي، تغذیې، ساتنې او زده‌کړو برخو کې مرستې د بندولو له ګواښ سره مخ دي.»

د اوچا راپور چې د یکشنبې په ورځ خپور شوى، راغلي چې لرې پرتو سیمو ته د مرستو رسولو، ټرانسپورټ او د مرستو سپارلو لپاره اضافي بودیجې ته هم اړتيا ده، چې په خبره یې یاده بودیجه به هغو سیمو ته د اړتیا وړ مرستو په رسولو کې مرسته وکړي چې ډېرې اړمنې دي.

خو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري بیا دغه مرستې لنډمهاله ګڼي او وايي، هڅه کوي څو د کاري فرصتونو د ایجاد او د بنسټیزو پروژو د عملي کېدا ته ورته اجنډاوو باندې کار کوي چې اصلي موخه یې د کورني اقتصاد  لوړول دي.

نظري زیاتوي: « د اقتصاد وزارت له نظره بهرنۍ مرستې لنډ مهاله دي. زموږ هڅې دا دي چې د کاري فرصتونو ایجاد او بنسټیزو پروژو په عملي کولو سره د کورنیو اقتصاد ته وده ورکړو او افغانستان د ځان بسیاینې لور ته سوق کړو.»

د اقتصادي چارو شنونکو پر باور په افغانستان کې مرسته رسوونکې ادارې که څه هم د درېیو تېرو کلونو په پرتله د بودیجې له کمښت سره مخ دي؛ خو دا هغه څه نه دي چې د یادو ادارو له لوري خپرېږي.

د دوی په باور اوچا او ورته ادارې د فنډ د ترلاسه کولو لپاره د حقایقو خلاف په خپلو راپورنو کې ډېر کله داسې بودیجوي ارقام خپروي چې له حقایقو سره اړخ نه لګوي.

د اقتصادي چار شنونکی سید مسعود وايي: « دا دوه اړخونه لري، لومړی اړخ یې دا دی چې دوی د فنډ ترلاسه کولو لپاره تبلیغات کوي او له بلې خوا یې هڅه دا ده چې زیاتې پیسې ترلاسه کړي او په خپلو پرګرامونو کې یې ولګوي.»

اوچا داسې مهال د مرستې رسونې لپاره د بسپنې د کمښت خبرداری ورکوي، چې له دې وړاندې یې هم ۲۱میلیونه اړمنو افغانانو ته د مرستې لپاره د ۳.۲ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه چې په وینا یې یوازې د غوښتل شوي رقم ۲۵سلنه چې ۷۴۴میلیونه ډالره کیږي؛ ترلاسه کړي.

 اوچا ویلي، د ۱.۳ میلیارده ډالرو مرستې دغه کمی د دې لامل شوی، چې ځېنې پروګرامونه یې وار دمخه ودرېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist