د جنرال رازق د ترور عاملین پېژندل شوي
د جنرال رازق د ترور عاملین تشخص شوي او ژر به ونیول شي
د ملي امنیت عمومي رییس چې ولسي جرګې ته مالومات ورکول وویل، د کندهار د برید په تړاو له شلو زیات کسان نیول شوي او تر څیړنو لاندې دي .
د افغانستان د استخباراتو رییس له پاکستاني لوري وغوښتل چې د کندهار د پیښې هغه عاملین چې د دوی تر واک لاندې سیمه کې دي، افغان لوري ته وسپاري .
ملي امنیت داسې مالومات له وړاندې درلودل چې پر جنرال رازق د نفوذي کس له لوري برید کیږي خو شخص او د برید ځای ورته مالوم نه وو .
ولسي جرګې ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او دملي امنیت عمومي رییس د جنرال عبدالرازق او عبدالجبار قهرمان د ترور په تړاو ورغوښتي و .
امنیتي چارواکو وویل چې په دې تړاو یې په پنځو پړاونو کې خپلې څیړنې ترسره کړې چې تراوسه لابشپړې شوې نه دي .
دملي امنیت عمومي رییس له پاکستاني چارواکو غوښتل چې دجنرال رازق دترور هغه عاملین چې د پاکستان ترواک لاندې سیمه کې دي، افغان لوري ته وسپاري .
د کندهار د برید په تړاو تراوسه دوه ویشت کسان نیول شوي دي.
معصوم ستانکزی وايي، څیړنو یې په افغانستان کې دکندهار دبرید ټول اړخونه په ډاګه کړي او ژر به ونیول شي.
پرجنرال رازق د شوي برید له ترسره کیدو وړاندې ملي امنیت مالومات درلودل خو دغه مالومات په دې کچه نه و چې له مخې یې د برید ځای او بریدګر په ګوته شي .
همدارازامنیتي چارواکو وویل چې دجبار قهرمان په ترور کې د نوموړي امنیتي کسانولاس درلود چې نیول شوي او دبرید پلانونکي هم تشخص شوي چې ژر به ونیول شي .