Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غزني کې دوه ټنه نشه‌یي توکي وسوځول شول

غزني کې دوه ټنه نشه‌یي توکي وسوځول شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/07

د غزني امنیې قوماندانۍ له لوري نیول شوي له دوو ټنو ډېر نشه‌یي توکي د یاد ولایت د ګڼو چارواکو په حضور کې وسوځول شول.

چارواکي وايي، په دغو نشه‌یي توکو کې ۲۷ کیلو ګرامه هیروین، ۱۲۳ بوتله شراب او پاتې اندازه نور بېلابېل نشه‌یي توکي شامل دي.

د غزني مرستيال والي رحیم الله محمود وايي: « د میتامفتامین په نامه توکي چې شیشه ورته ویل کېږي او ۳۱۱۴ دانې نشه يي ګولۍ چې د ټابلېټ کا په نوم یادېږي، ۱۲۳ بوتله او اووه پیپه شراب، ۱۷۲ واړه او غټ بوتله او ۱۸ لویې بوشکې د تېزابو په نامه راټول شوې چې دا ټول دلته زموږ او ستاسې ترمخې پراته دي. همداراز د اومانو په نامه۲۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي هم راټول شوې دي.»

د غزني زون د نظامي محکمې رئیس شیر اغا وايي، د سرپرست حکومت له پالېسۍ سره سم به هېڅ چا ته اجازه ور نه کړي، څو د نشه یې توکو پېراو پلور وکړي.

شیر اغا زیاتوي: « اسلامي امارت هڅه کوي چې فساد، فسق او بې دیني ورکه شي. شپه او ورځ دا مجاهدین لګیا دي هڅه کوي چې د شرابو، نشه‌يي توکو او تریاکو مخه ونیسي. الحمدالله د اسلامي امارت په یوه فرمان ټول افغانستان کې اوس نه د بنګو بوټی شته، نه تریاک شته او نه نور نشه يي توکي شته. د حفظه‌الله امیرالمومنین فرمان دی چې د نشه يي توکو کرکېله، پېر، پلور، کارونه او قاچان منع دی.»

د غزني د امربالمعروف رئیس محمد عالم ناصح، نشه یې توکي د غرب دسیسه بولي او وایې، موخه یې ورڅخه د ځواناتو پر نشه‌يي توکو روږدي کول دي.

هغه وايي: « د منکراتو عمده عامل چې دا نشه‌يي توکي دي، شراب دي، د دې قاچاقبران دي او یا د دې توکو روږدي دي او دا د فکري جګړې یو عمده ښاخ دی. فکري جګړه چې غربیانو خپره کړې، مهمه برخه یې دغه ده چې د نشه يي توکو له لارې غواړي زموږ د ټولنې معنویات ختم کړي او له زوال سره یې مخ کړي.» 

دا په داسي حال کي ده، چي تر دې وړاندي په غزني ولایت کې د سلګونه پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت د افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist