Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پنټاګون: امریکا ته د زرګونه افغانانو د احتمالي لېږد پر پلان کار روان دی.

admin by admin
2021/05/27

د امریکا دفاع وزارت وايي، د هغو زرګونو افغانانو د احتمالي اېستلو پر پلان کار کوي، چې په تیرو شلو کلونو کې یې افغانستان کې له  امریکايي ځواکونو سره کار کړی.

امریکا ته د تګ د ځانګړو ویزو د بهیر چټکوالی د دې پلان یوه برخه ده.

د سي ان ان شبکې د امریکا څلورو حکومتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې هکله پنټاګون ته په رسمي توګه امر نه دی ورکړی، خو حکومت د کانګرس او ځینو نورو ډلو له شدید فشار لاندې دی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید هغه افغانان چې له دې ځواکونو سره یې کار کړی، و اېستل شي، ترڅود طالبانو له  بریدونو خوندي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، شااوخوا ۱۸ زرو افغانانو امریکا ته د راتګ ځانګړو ویزو ته غوښتنلیکونه سپارلي دي او دې ته انتظار باسي، چې غوښتنلیکونه یې ومنل شي او ویزې ورکړل شي.

دا ځانګړې ویزې هغو پر شرایطو برابرو افغانانو ته ورکول کیږي، چې په افغانستان کې یې په تېرو دوو لسیزو کې یا د امریکایي ځواکونو او یا هم د امریکا حکومت لپاره کار کړی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند بیا ویلي، دا وزارت هڅه کوي، په کابل کې د امریکا په سفارت کې افغانانو ته د ځانګړو ویزو د ورکړې بهیر چټک کړي، خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې افغانان کولائ شي، د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د امریکا په سفارتونو کې خپلو کارونو لپاره مراجعه وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist