کابل ښاروالۍ د ودونو تالارونو له مالکینو غوښتنه کړې،چې تر راتلونکې یوې اوونۍ تالارونه ریزرف نه کړي.
ښاروالۍ د دغه کار موخه د کورونا وبا له لا زیات خپرېدو مخنیوی یاد کړی دی.
کابل ښاروالۍ کره نېټه نه ده ښودلې، چې له کومې ورځې تر کومې به هوټلونه تړلي وي.
دغه پریکړه د کابیني په غونډه کې شوې او تر بل امر به د ودونو د هوټلونو فعالیت بند وي.
کابل ښاروالۍ له ښاریانو غوښتي، څو د کورونا وبا د خپریدو په مقابل د وقایې په موخه، روغتیايي سپارښتنې په نظر کې ونیسي، ماسک وکاروي، لاسونه بیا بیا په اوبو او صابون و وینځي او په دې برخه کې ټولې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.











