چارواکي وایې، دا ګرځبندیز یې د نوې بڼې د لا خپرېدومخنیوي په موخه اعلان کړی، چې د لومړي ځل لپاره په هند کې موندل شوې وه.
د چارواکو په خبره، سر له سبا به یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکول کېږي، چې د ځان واکسین کولو په ګډون مهم دلایل ولري.
د ویکتوریا ایالت په میلبورن ښار کې دا ګرځبندیز وروسته له هغې اعلان کېږي، چې په وروستیو کې هلته د کورونا وېروس هندۍ بڼې پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.











