Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غوښتنه؛ بېګانه ځواکونو ته په خپله خاوره کې ځای مه ورکوئ.

admin by admin
2021/05/27

طالبانو خبرداری ورکړی،چې د راتلونکي په تړاو به مسولیت د هغه چا پر غاړه وي،چې بهرنیانو ته خپله خاوره کې ځای ورکوي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ټولو بهرنیو ته یې د افغانستان له خاورې  د نه ګواښ پېښېدو ډاډ ورکړی او په سیمه کې د بېګانه ځواکونو له اوسېدو سره جوړ نه دي.

 طالبانو د کوم هېواد نوم نه دی اعلان کړی، خو امریکا پاکستان کې د پوځي اډو تابیه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي:« په سېمه کې بېګانه ځواکونه د ناامنیو او جګړو اصلي لامل او هغه لویه غمیزه ده،چې تېر شل کاله ټولو ولیدل، په ځانګړي ډول زموږ ځوریدلی ولس تربل هر چا له دې غمیزې ډېر وکړېد او لاهم کړېږي. موږ له ګاونډیو هېوادونو غواړو،چې چا ته د داسې اقدام او فرصت اجازه ورنه کړي. که داسې کوم ګام اخېستل کېږي،دا به لویه او تاریخي بدنامي وي،چې د افغانستان ولس به د دې ډول ناوړو او پارونکو کړنو پر وړاندې غلی پاتې نه شي.»

له افغانستانه له وتو وروسته امریکا پاکستان کې اړوي،چې په افغانستان او نورو سیمه ییزو هېوادونو کنټرول ولري،خو اوس چې پاکستان او امریکا د اډو لپاره ډیورنډ کرښه ټاکلې باور دا ده،چې له یوې خوا پاکستان غواړي د بهرنیو ځواکونو په مېشتولو سره دې کرښې ته مشروعیت ورکړي او بل پلوه جګړه هلته توده وي،چې پاکستان ترې زیان ونه ویني.

عبدالستار سعادت د ولسمشر پخوانی سلاکار  وایي: «  دا سیمه بې سرپوښه ده،که د پاکستان په نورو ایالتونو کې دا کار وشي، ښايي د غبرګونونو کچه زیاته وي، خو دلته بیا کمه ده. بله مسله دا ده،چې دلته  افغانستان، په خپله پاکستان او د ایران درې واړو لپاره مرکزي نقطه ده. درېیمه مهمه خبره دا ده،چې پاکستان له ډیورنډ اندېښنه لري او د همداشان بهرنیو ځواکونو په مېشتولو  او قراردادونو سره غواړي،دې کرښې ته مشروعیت ورکړي. »

دا هم یوه پوښتنه ده،چې پاکستان کې د امریکا  حضور سره به وسلوالې ډلې پرضد ودریږي او که نه؟ خو پاکستان که امریکا ته اډې ورکړي،د اسلام اباد هغه دریځ به وننکول شي،چې وایي، د نورو هېوادونو په جګړو کې برخه نه اخلي.

پاکستان کې ازاد خبریال طاهر خان وايي: « دا چې د امریکا یو مهم چاروکی دا شان خبرې کوي، حمتا به یو څه شتون لري. که دا کار شوی وي، نو دا کولائ شي،چې د پاکستان دننه هم حکومت ته  ستونزې جوړې کړي. بله خبره دا ده،چې دا به د پاکستان حکومت له هغه درېځه سرغړونه وي، چې  وايي، د نورو هېوادونو په جګړو کې برخه نه اخلي. »

روسې ،ایران او چین چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو وتل ستایلي دي، ښایي پاکستان سره په جنجال واوړي.

 چین چې پاکستان کې د شااوخوا ۶۸ ملیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه کوي،ؤ پاکستان به پرې نه ږدي،چې امریکا ته پوځي اډې ورکړي او خدمت یې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist