Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بدخشان کې د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ شخړې څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی

بدخشان کې د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ شخړې څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/06

وروسته له هغې چې اسلامي امارت ځواکونو د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت لمنځه  وړلو په موخه اقدام وکړ او د کوکنارو کروند ګرو پر امنیتي ځواکونو هجوم وروړ، په همدې حال ځینو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

اوس تازه اسلامي امارت د دغې پیښې څیړنې لپاره ځانګړی پلای ټاکلی،چې بدخشان ولایت ته رسیدلی دی.

د دغه پلاوي مشري د وسله وال پوځ لوی درستیز فصح الدین فطرت کوي او په ترکیب کې یې د فرامینو او حکمونو تعقیب او څار مشر مولوي شمس الدین شریعتي ، د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق ، د استخباراتوعمومي ریاست مرستیال ملا رحمت الله نجیب او د بدخشان علماوو شورا مشر مولوي عبدالمومن شامل دي.

بدخشان ته تللی دغه پلاوی به رامنځ ته شوې پیښه له نږدې او بې پلوه توګه وڅیړي او پایلې به یې له ارګ شره شریکې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « له بده مرغه ځېنو متخلفینو پر هغو امنیتي ځواکونو چې د کوکنارو پر وړاندې مبارزه کې بوخت دي د هجوم ور وړلو هڅه کړې او ځېني خواشینونکې پېښې رامنځته شوې. د یادې پېښې د دقیقې څېړنې لپاره د ریاست الوزرا محترم مقام له لوري د ملي دفاع وزارت ستر درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت پv مشرۍ یو پلاوی وټاکل شو او دنده ورته وسپارل شوه چې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او بشپړ راپور یې د ریاست الورزا محترم مقام ته وړاندې کړي.»

د ساسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « د بدخشان موضوع باید د بهرنیانو په لاس ورنه کول شي. د افغانستان له اسلامي امارته هيله کوو چې یو بې پرې کمېسیون جوړ کړي او له همدې لارې د سیمې د خلکو او حکومت ستونزه وڅېړي او یوه هر اړخیزه پرېکړه وکړي، څو په راتلونکي کې د افغانستان په هېڅ ولایت کې دا ډول پېښه رامنځته نه شي.»

اوس غوښتنه داده چې دغه رامنځته شوې پیښه باید ژر تر ژره حل شي.

شنونکي وايي، یو شمیر فرصت طلبه عناصر چې دمګړۍ په بهر کې ناست دي او دغه ډول فرصتونه لټوي، له داسې پیښو ګټه اخلي،د نړیوالو پر وړاندې یې بل ډول انځوروي پکار ده چې د دغه ډول عناصرو د مداخلو او تبلغاتو مخنیوي لپاره په بدخشان کې رامنځ ته شوې مساله ژر ترژره حل شي.

دوی وايي، دغه ډول پیښې باید له ولس سره په مشورې حل شي او په راتلونکي کې یې د مخنیوي لپاره کار وشي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « د ولسونو د ستونزو د حل لپاره هغه که اقتصادي وي، که ټولنیزې وي او ان که سیاسي وي نه باید قهریه قوه وکارول شي. له ولسونو سره اړیکې، د هغوی د ستونزو تحلیل او د حل لارو موندولو لپاره د ولسونو په همکارۍ باید کار وشي، د بهرنیو استخباراتي افغان دوښمنه خلکو د لاسوهنو څېړنه باید وشي او د راتلونکي لپاره د داسې پېښو مخنیوی وشي. داسې پېښې په هر هېواد کې رامنځته کېږي خو په راتلونکي کې یې د مخنیوي لپاره باید دولت منظم پلان ولري، څو د هېواد په نورو سیمو کې بیا تکرار نه شي،.»

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: « د بدخشان موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع ده، ګورو چې نړیوالې رسنۍ د یوه واحد ملت پر خلاف د قومونو موضوع مطرح کوي. له بله اړخه هغه افغان دوښمنه عناصر چې افغانستان کې یې ملي خیانتونه کړي هغوی له دې ادرسه د اختلافاتو موضوع مطرح کوي.»

د اسلامي امارت مشر مولوي هبة الله اخندزاده د فرمان پر اساس، چې د کوکنارو کښت او قاچاقو د مخنیوي په موخه صادر شوی دی دمګړۍ د اړوندو اورګانونو له لوري په ټول هېواد کې یې پرله منځه وړلو او مخنیوي کار روان دی چې د چارواکو په وینا د بدخشان په شمول د افغانستان هېڅ سیمه له دغه امر استثناء نه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist