ټاکنو کمېسیون له ټاکنو وروسته د پارلماني ټاکنو د زماني مهاولیش په تطبیق کې پاتې راغلی.
د پارلماني ټاکنو لپآره د ټاکنو کمېسیون زماني مهالویش له سره په ټاکنو د څار بنسټونو له نیوکو سره مخ وو چې کمېسیون یې په تطبیق نه دی توانېدلی.
د زماني مهالویش مطابق د عقرب نولسمه د پارلماني ټاکنو د لومړنیو پایلو نېټه ټاکل شوې وه، خو کمېسیون د یو شمېر ستونزو له امله نه شي توانېدلی چې په ټاکلې نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي او تازه یې بله نېټه وټاکله.
د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو د ډلبندۍ مرکز ته تر اوسه د ۲۳ ولایتونو مواد رارسېدلي چې د ۸ ولایتونو یې سیستم ته داخل کړي دي.
کمېسیون وايي، د یکشنبې له ورځې به د بایومتریک له دستګاوو څخه د بایومتریک سرور روم د مالومات لېږد پیل کړي.
ټاکنو کمېسیون له یو شمېر ولایتونو څخه محافظتي خلتې د هلیکوپترونو په واسطه را انتقاولي، څو ورځې وړاندې له فراه څخه کابل ته راتلونکي هلیکوفتر وغورځېد چې د ټاکنو کمېسیون ۷ صندوقونه هم پکې له منځه تللي.
ټاکنو کمېسیون په ټاکنو کې د درغلیو او ناغېړیو د څېړلو لپاره کمېټه ټاکلې وه چې سرغړونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني.
کمېسیون وايي، دغه کمېټې ځینې مالومات راټول کړي او یو شمېر کسان به رسنیو ته وروپېژني.