واک ته د جیوبايډن له رسېدو وروسته په لومړي ځل د امريکا او چين آستازو پر سوداګريزو ستونزو خبرې کړي دي.
راپورونه وايي، دغو استازو ټلېفوني خبرې کړي، خو دا مالومات يې نه دي ورکړي، چې د دواړو هېوادوونو ترمنځ د تعرفو پای ته رسولو جګړه به کله ختموي.
دواړو لورو په لومړي پړاو خبرو کې هوکړه کړې چې د تعرفو له ډېروالي به مخنيوی کوي.
امريکايي ولسمشر جوبايډن هم تر دې مهاله چين سره د سوداګريزې جګړې د پای ته رسولو يا دوام ورکولو په اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی.
د چين او امريکا آستازو ۲۰۱۹ کال راهيسې د کوېډ-۱۹ وبا له امله مخامخ خبرې نه دي کړي، خو مياشتنۍ ټلېفوني خبرې کوي.











