Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بشري حقونو شورا افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو وړاندې شوی راپور تصویب کړ

د بشري حقونو شورا افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو وړاندې شوی راپور تصویب کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/06

د اپرېل په ۲۹مه د ملګرو ملتونو  بشري حقونو شورا د دوره يي کاري ډلې له لوري د څلورم ځل لپاره د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د څېړلو وروسته په جنوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د دې راپور د تصویبېدو خبر ورکوي.

په جنوا کې د افغانستان دايمي استازولۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غونډې ارزوونکو ۷۰ هېوادونو د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو ۲۴۳ نظریې وړاندې کړي، چې په کې د افغانستان بشري وضعیت ناسم بلل شوی.

خبرپاڼې  پر اساس د  افغانستان استازولۍ به له دې هېوادونو سره په مشوره دغه وړاندیزونه او نظریې څېړي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « هالنډ، هند او بروندي درېیو غړو هېوادونو د روان ۲۰۲۴ز کال د مې په درېیمه، د بشري حقونو د راپور ارزونې د پایلو اعلان پر مهال، افغانستان په دې تړاو د ۷۰ هېوادونو له خوا ۲۴۳ نظرونه ترلاسه کړل. په جنوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ به له هېوادونو سره په مشوره وړاندیز شوې نظرونه وڅېړي.»

په دې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت او ساتنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې رول مهم ارزول شوی او هیله ښودل شوې، چې د دې راپور بشپړه ارزونه به وکولی شي د افغانستان روان وضعیت ته د رسېدنې لپاره د دریځونو او ستراتېژیو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هیله لري، چې نړیوال سازمانونه باید د ورته مسائلو په څېړلو کې د سیاسي ملحوظاتو پرته او د ځمکنیو حقایقو سره سم واقعیتونه بیان کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي: « د ملګرو ملتونو د بشري شورا دا څلورمه غونډه ده، په درېیو نورو کې چې وروستۍ یې په ۲۰۱۹ کال کې وه، همدا ورته خبرې یې سره وکړلې، کوم میکانیزم یې جوړ نه کړ، کومه د فشار اله یې ونه کاروله او کومه پرېکړه چې عملي جبنه ولري دا یې هم ونه کړه، یوازې یادونې، توصیې او خبرې اترې یې وکړې، پروسیجر یې بشپړ کړ او نور په خپله مخه لاړل؛ نو که چېرې همداسې وي دا د افغانستان او د دې هېواد ملت ته هېڅ کومه ګټه نه لري او برعکس یې داسې بندیزونه لګولي چې ملت ته یې زیان رسېږي نو دا د ملت په تاوان ده.»

د دوی په اند که نړیواله ټولنه د افغانستان په تړاو له متضادو جبهه ګیرۍ راووځي او د افغانستان له جدي مسائلو سره له هدفي چلن څخه لاسه واخلي د دې احتمال شته چې په هېواد کې بشري وضعیت د لا ښه کېدو پر لوري ګام واخلي.

د چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « نړیواله اداره هم په دې دنده کې بریالۍ نه وه. زموږ تېرو دولتونو چې بشري حقونو ته درناوی نه کاوه د هغوی د مخنیوي لپاره هم دوی هېڅ ډول مثبت ګامونه نه دي پورته کړي. اوس هم ټولو ته بهتره مالومه ده چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بند دي، د خوېندو پر وړاندې د کار دروازې بندې دي او نیم نفوس په دغه ناورین کې راګېر دی.»    

دا څلورم ځل دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان بشري وضعیت راپور ارزوي. په دې اړه لومړۍ بیاکتنه د ۲۰۰۹ز کال په مې، دویمه  د ۲۰۱۴ز کال په جنورۍ او درېیمه او وروستۍ بیاکتنه هم د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ میاشتې کې ترسره شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist