Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کار نړیوال سازمان: افغانستان کې د کارګرو کاري خوندیتوب د اندېښنې وړ دی

د کار نړیوال سازمان: افغانستان کې د کارګرو کاري خوندیتوب د اندېښنې وړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/06

په افغانستان کې د لسیزو جګړو او ناخوالو له امله کاري فرصتونه له منځه تللي او زرګونه ځوانان اوس د کار موندنې په هڅه کې دي او دغه راز په زرګونه نور ماشومان په درنو کارونو مصروف او یا کاري خوندیتوب نه لري.

په کابل کې د کار او کارګرو نړیوالې ورځې په مناسبت درې اړخېزه ناسته کې د کار نړیوال سازمان په افغانستان کې د کار کموالی، کاري خونديتوب او اقلیمي بدلونونه هغه مهمې ننګونې بولي، چې دمګړۍ په افغانستان کې کارګر ورسره لاس او ګرېوان دي.

د دغه سازمان د افغانستان برخې مشر ډاکټر رامین بهزاد وايي، زرګونه ښځینه او نارینه کارمندانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له سرپرست حکومته غواړي، چې د کاري فرصتونو رامنځته سربېره دې مناسب کاري چاپېریال برابر کړي، څو افغان کارګران له خپلو اساسي حقونو برخمن شي.

بهزاد زیاتوي: « د کار او کارګرو نړیوالې ورځې په مناسبت مو له راټولېدنې موخه دا ده، څو په افغانستان کې د کارګرو کاري خونديتوب او هغوی اساسي حقونو څخه برخمن کېدل دي. زموږ موندنې ښيي، چې لاهم په افغانستان کې زرګونه ښځینه او نارینه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې، موږ پر واکمنانو غږ کوو، چې خلکو ته د کار پيدا کولو سربېره کاري خونديتوب او مناسب چاپېریال رامنځته کړي او دوی به له سرپرست حکومت سره په دې برخه کې په کډه کار وکړي، څو د کارګرو حقونه په بشپړ ډول تامین شي؛ ځکه ډېری کارکوونکو د نه خونديتوب له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

خو د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کارګرو د خونديتوب پر قانون بیا کتنه کړې او په نتيجه کې يې د کارموندنې پالېسي هم چمتو کړې، چې ورسره به د ټولو کارګرو کاري خوندیتوب په بشپړ ډول تامين شي.

د دغه وزارت معین مولوي محمد زاهد جان اغا فقر او بې‌روزګاري نړیواله پديده بولي او مني، چې په هېواد کې زرګونه کسان بې‌روزګاره شوي.

 نوموړی وايي، د کار ملي کنفرانس به په نږدې ورځو کې ترسره شي، چې په کې به زرګونه کسانو ته د کاري زمینې په رامنځته کولو بحث وشي.

جان اغا زیاته کړې: « زموږ بشري ځواک له بې‌کارۍ سر ټکوي، همدې ستونزې ته په کتو د افغانستان اسلامي امارت ځانګړي پرګرامونه لري چې یو هم د کار ملي کنفرانس جوړول دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت غواړي د ملي بحث پر بنسټ یادې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.»

په ورته مهال د کارګرو ټولنه هم په هېواد کې د فقر او بې وزلۍ له زياتوالي سرټکوي او له سرپرست حکومته  او نړیوالو سازمانونو غواړي، چې د کار موندنې سربېره د کاري خوندیتوب لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د کارګرو ټولنې استازی محمد اشرف صمدي وايي: « د مناسب کار او کاري زمیني برابرولو، پر ځوانانو او ماشومانو د جبري او درنو کارونو د مخنیوي، کار ځای کې انساني کرامت ته په پام سره د وړ کار زمینې برابرولو په برخه کې باید هڅې وشي.»

د افغانستان د کارګرو ملي ټولنې مرکزي شورا مشر عطامحمد وايي: « د بې‌کارۍ له ناورین سره دې مبارزه وشي، کاري زمینې برابرې، بې‌رزوګاره کسانو ته دې کارونه پیدا شي او کاري پرګرامونه دې په لار واچول شي.»

د ښځو صنایعو او کانونو خونې مرستياله فريبا نوري وايي: « د کار او مشارکت پر بنسټ باید د کار فني او ښه ساتنه وشي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري دې کارګرو ته خوندي او سالم کاري چاپېریال رامنځته شي.»

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نړیوالو سازمانونو غوښتنه وکړه، چې له سرپرست حکومت سره په ګډه کار وکړي، څو په هېواد کې  د فقر او بې وزلۍ ګراف راښکته کړي.

د غونډې په پای کې د یاد وزارت معین مولوي محمد زاهد جان اغا له ټولو نړیوالو ادارو او خصوصي سکټورونو هیله وکړه، چې د ټولنې ستونزو ته په کتو هر یو په خپله برخه کې د بې‌کارۍ د له منځه وړلو او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې خپله هر اړخیزه همکاري وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې یې د کار کولو ۱۳۰ زره جوازونه وېشلي، چې یوازې ٣٠ زره یې ښځو باندې کارې جوازونه وېشلي دي او په خبره یې یو میلیون ښځې د سرپرست حکومت په اډانه کې دندې ترسره کوي او د ښځو د کار لپاره یې قانون جوړ کړی او ټولې ښځې د شریعت په چوکاټ کې خپلې دندې ترسره کوي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist