د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر لیکلي، د کامې ولسوالۍ د ولسوال شریف الله فضلي پر موټر د ماین دا چاودنه نن سهار شوې،چې له امله یې یو ساتونکی او یو ملکي وګړی هم ورسره ټپيان شوي دي.
دا چاودنه د بهسودو ولسوالۍ دامان سیمه کې د نښلیدونکي ماین له امله شوې.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی منلی.











