د فراه ولایت امنیه قومندانۍ ویاند فاروق حضرتي وايي، د دغه ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د حقوقو مدیره کبرا تېره شپه د مرکز اړوند کوکشیب سیمه کې په مرموز ډول وژل شوې ده.
د حضرتي په وینا، کوکشیب سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او تراوسه نه ده مالومه چې نوموړې د چا له لوري وژل شوې ده.
حضرتي زیاتوي، د پېښې په اړه د دوی څېړنې پیل شوي دي.











