کورنیو چارو وزارت وایې، افغان او کمانډو ګډو ځواکونو پرون شپه د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر دغو فابریکو عملیات ترسره کړي دي.
یاد وزارت زیاتوي،په عملیاتو کې ۱۱۰۰ لیټره کېمیاوي توکي، ۱۰۷۶ کیلوګرامه ښيښه او ۱۰۵۰ کیلو ګرامه سودا کشف او په سیمه کې سوځول شوي دي.
دغه راز په عملیاتو کې د نشه يي توکو د پروسېس یو شمېر وسایل او تجهیزات او همداراز ۵ عرادې موټر او یو عراده موټرسایکل هم کشف او د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.











