Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خبریالان: اطلاعاتو ته محدود لاسرسی مو د کار پر وړاندې لوی خنډ دی

د مطبوعاتو آزادۍ نړیواله ورځ؛ یوناما د افغان خبریالانو ملاتړ ډاډ ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/04

هر کال د مې درېیمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

سږ کال دا ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې ونمانځل شوه چې د بې پولو خبریالانو بنسټ وايي، واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره په رسنیو محدودیت زیات شوی چې په لړ کې یې افغانستان د ۱۹ نمرو په لرلو سره ۱۷۸ ځای خپل کړی.

یاد بنسټ زیاتوي: «له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل، د رسنیو منظره له منځه تللې ده. د درېیو میاشتو په موده کې د افغانستان ۴۳ سلنه رسنۍ ورکې شوې. په ۲۰۲۱ کال کې په هېواد کې له ۱۲۰۰۰ خبریالانو څخه دوه پر درېیمه برخه خبریالانو خپل مسلک پرېښی دی. له هرو لسو ښځینه ژورنالېستانو څخه د اتو ښځینه خبریالانو د کار مخنیوی شوی دی.»

له دې سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) هم د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې په موخه افغان خبریالان له ستونزو سره مخ بللي او د دوی د ملاتړ ډاد یې ورکړی.

یوناما وايي: « موږ د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ نمانځو او افغانستان کې خبریالانو ته درناوی وړاندې کوو چې د ملت د خبر ساتلو لپاره غوره هڅې کوي؛ په داسې حال کې چې ډېری وختونه له لوی خطر سره مخ وي. د دوی کار د باخبره او سوکاله ملت او تعلیم لپاره اړین دی. د ټولو افغانانو لپاره چاپیریال، روغتیا، اقتصاد او ښه حکومتولي باید ونمانځل شي او ساتنه یې وشي.»

د رسنیو د شته وضعیت په هکله بیا د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وایې، د ورستیو تحولاتو له امله۵۴۰ فعالو رسنیو څخه یې ۳۰۰ پخوانۍ او نوې رسنۍ فعالیت کوي.

د خپلواکو خبریالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي وايي: « ۲۷ بندې شوې رسنۍ بېرته فعاله شوي او ۳۰ نورې نوې فعاله او نوی یې په کار پیل کړی، چې له دې سره زموږ فعاله رسنۍ۴۷۰ ته رسېږي چې تر ۵ زرو زیات رسنیز کارکوونکي په کې پر کار بوخت دي او په دې کې سږ کال تر ۶۰۰ زیاتې ښځينه کارکوونکې هم پر کار بوختې دي.»

د افغان خبریالانو د ټولنې مشر حفیظ الله بارکزی وايي: « د رسنیو د ارقامو په اړه باید ووایم چې تر تحول وړاندې موږ ۵۴۰ رسنۍ درلودې؛ خو کله چې تحول راغی نو یو شمېر رسنۍ سقوط شوې، خبریالان لاړل او د رسنیو شمېر هم کم شو؛ خو وروسته رو،رو یو شمېر نوې رسنۍ جوړې شوې او یو شمېر نورې بېرته بیا فعاله شوې.»

افغان خبریالان وايي، قانوني خلا، اطلاعاتو ته محدود لاسرسی او اقتصادي ستونزې هغه څه دي، چې له ستونزو سره یې مخ کړي.

خبریال ضیا الرحمن سباوون وايي: « اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو قانون د اسلامي امارت یا سرپرست حکومت له لوري نه دی توشېح شوی، چې دې کار رسنۍ او خبریالان د قانون له خلا سره مخ کړي او په ځېنې مواردو کې د دې لامل شوي چې رسنۍ بندې او خبریالان ونیول شي.»

یو بل خبریال بیا وايي: « اوسمهال په هېواد کې بشپړ امنیت ټينګ شوی او خبریالان کولی شي هرې سیمې ته په ډاډه زړه لاړ شي او خپل راپورنه چمتو کړي؛ خو لا هم ځېني محدودیتونه شته او هیله مو دا ده چې اسلامي امارت دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»

خود اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار مسوول عبدالواحد رایان وایې، اطلاعاتو د خبریالانو د لاسرسي ستونزه به په یاد وزارت کې د اړوندې برخې د ریاست په رامنځته کېدو سره هواره شي.

رایان زیاتوي، چې د رسنی قانون جوړولو په برخه کې پرمختګ شوی او په خبره یې تېرقانون کې د تعدیلاتو په راوستو سره به خبریالانو لپاره قانون مشخص شي.

هغه وايي: « د رسنۍ په اړه مخکېنی قانون تعدیل شوی، هغه مادې چې له شریعت سره په ټکر کې وې اصلاح شوي، عدلیې وزارت ته لېږل شوی هغوی هم خپل کار خلاص کړی او د توشېح لپاره تللی. د دې ترڅنګ چې کومې نوې رسني رامنځته شوې موږ تېر کال هم  ۳۰۰ یوټيوب چېنلونو ته جوازونه ورکړي، درې نوي ټلوېزیونونه فعال شوي او په ولایت او مرکز کې نږدې ۲۵ یا ۲۶ نوې راډيوګانې فعاله شوې.»

د یادونې وړ ده چې دا ورځ هر کال د افغانستان په ګدون د نړۍ  په بېلابېلو هېوادونو کې د خبریالانو ملاتړو سازمانونو، یونسکو او ملګرو ملتونو لخوا د خبریالانو حقونو څخه د دفاع او ارزښت ورکولو په موخه نمانځل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist