په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم د فرانسې له خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دوی ټولو بهرنیو ډیپلوماټانو او د بشردوستانه سازمانونو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي، چې طالبان به دوی ته کوم ګواښ پېښ نه کړي، بلکې خوندي چاپېریال به ورته برابر کړي.
ډاکتر نعیم ویلي، دوی هڅه کوي،چې یو خوندي چاپیریال برابر کړي،ترڅو بهرني ډیپلوماتان له امنیتي ګواښونو سره مخامخ نه شي.
طالبان وروسته له هغې دا خبرې کوي،چې اسټرالیا په کابل کې د خپل سفارت تړلو اعلان وکړ.











