Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانان د خپلو مسایلو په تړاو لاهم د پردیو خبرو او پرېکړو ته انتظار باسي.

admin by admin
2021/05/25

د امریکا او ناټو غړي هېوادونه اوس،چې افغانستان پرېږدي،یو شمېر شنونکي وایې، د دې پر ځای چې خپله افغان مسوول جهتونه د روانې کشالې د حل له پاره خپله خبره وکړي، لاهم د پردیو پر پرېکړو او نظریاتو باندې تکیه کوي.

د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخېل وایې، تر دې دمه افغان مسوول چارواکي د افغانستان له پاره د خپلو پلانونو پر ځای د نړیوالو پر پرېکړو او نظریاتو باندې  تکیه کوي.

امرخېل وایي:« نه په بهر کې د حکومت جوړولو افغانستان کې پایله ورکړه او نه به بهر کې خبرې کومه مثبته پایله ورکړي،تر هغې چې خپله افغانان پر دې پوه نه شي،چې دا خاوره او خلک  د دوی دي، نه د امریکا، انګلیس، پاکستان او روسیې. دا هېواد که ورانوي یا  یې جوړوي،همدا افغانان به وي.»

په افغانستان کې د روانې جګړې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو شتون بلل کېږي، چې له طالبانو سره د دوحې تړون له مخې امریکا د خپلو ځواکونو د وروستۍ جوپې په وتلو مصروفه ده،خو هم  مهاله د سي ای اې پخواني مشر ډیویډ پټریوس ویلي، که افغان لوري په خپلو کې سره تفاهم ونه کړي، ښايي امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو له پرېکړې پر شاه شي.

په دوحه کې د افغان جهتونو له ټکنیو خبرو وروسته ملګرو ملتونو امریکا، ترکیې او قطر هڅې پیل کړې،چې د افغان لورو تر منځ سیاسي تفاهم رامنځته کړي.

د ولسي جرګې  غړي وایي، افغان سیاسیون دې سرحد ته نه دي رسېدلي،چې د سولې او جګړې ابتکار په خپل لاس کې واخلي.

 د ولسي جرګې غړی ګل احمد  کمین وایي:« افغان  سیاستوال تر اوسه پورې  هغه حالت ته نه دي رسېدلي،چې د سولې او جګړې ابتکار په خپل لاس کې واخلي. تاسې ګورئ،چې له تېر یوه کال راهیسې د سولي خبرې روانې دي، خو پایله یې لا څرګنده نه ده.»

د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې څوارلس میاشتې پوره شوي،چې دواړه لوري لاهم د هوکړې د ډېرو موادو په پلي کولو بوخت دي،خو افغان لوري چې له شااوخوا یوه کال راهیسې پر مذاکراتو بوخت دي،خو تر اوسه پورې یې کومه مثبته پاېله نه ده ورکړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist