Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قمي: داعش د ایران او افغانستان لپاره ګډ بهرنی ګواښ دی

قمي: داعش د ایران او افغانستان لپاره ګډ بهرنی ګواښ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/01

په داسې حال کې چې د سيمې هېوادونو په ګډون امريکا او لوېديځ په افغانستان کې د ترهګرۍ د موجوديت ادعاوې کړې؛ خو د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي داعش ډله د کابل او تهران لپاره په سيمه کې ګډ بهرنی ګواښ ياد کړی دی.

قمي د ياد ګواښ پر وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ مشترکه مبارزه مهمه ګڼلې او ټينګار يې کړی، چې د داعش پر وړاندې په مبارزې کې افغانستان د ايران ستراتیژيک ملګری دی.

قمي وايي: « داعش ډله د ایران او افغانستان لپاره ګډ بهرنی ګواښ دی. ویلی شم، چې ترهګري او په ځانګړې توګه داعش خراسان ډله د ایران، افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره یو ګډ بهرنی ګواښ دی. د داعش ډلې د ګډ ګواښ پر وړاندې په مبازره کې افغانستان خپل شريک ګڼو.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « په افغانستان کې داعش ډله فزیکي وجود نه لري؛ خو دا لوی هېوادونه دي چې هم یې پیاوړي ښيي او که وغواړي پیاوړي کوي یې هم، ځکه په نړۍ کې داسې هېڅ ډله نشته چې د لویو هېوادونو له ملاتړ پرته لویه او پیاوړي شي او وکولی شي د دوی په ګټه کار کوي.»

د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې اوسنی امنیت د سرپرست حکومت لاسته راوړنه ده او په هېواد کې هېڅ ترهګره ډله شتون نه لري.

دوی زیاتوي، چې له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره باید سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « داعش د غربي نړۍ یوه نظامي پروژه ده چې په سیمه کې لومړی د عربي نړۍ د ځپلو، وهلو او اقتصاد د تباهۍ لپاره وکارول شوه او اوس همدغه پدیده یا نظامي پروژه د اسلام اباد د استخباراتو د جنرالانو له ادرسه تمویل، تجویز، مسلح او تربیه کېږي او په سیمه کې د ناامنۍ لپاره د روسانو، چینایانو او ایرانیانو پر وړاندې او ان د افغانستان د جغرافیې د چورولو او تباهۍ لپاره یې کاروي او یو ځل بیا د همدې داعش ډلې د ادرس په پلمه غربي نړۍ افغانستان کې استخباراتي حضور پیدا کوي.»

له دې مخکې قمي په يوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې امریکا په افغانستان کې د اقتصادي او امنیتي وضعيت د ګډوډولوهڅه کوي او امریکا یې دغلته له داعش پر ملاتړ تورنه کړې وه.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سهېل شاهین وايي، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او د سیمې هېوادونه هم بايد د خپل مسوولیت له مخې د يادې ډلې پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

شاهین زیاتوي: « په افغانستان کې د داعش ډله ځپل شوې او اوس د پخوا په څېر ښکاره او فزیکي حضور نه لري او لا د ځپل کېدو په درشل کې ده. د سیمې هېوادونو هم مسوولیت جوړېږي چې د داعش ډلې د مرکزونو او تنظیم کوونکو پر وړاندې چې له افغانستانه بهر وجود لري؛ جدي مبارزه وکړي او اسلامي امارت یو ځل بیا ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ چا پر ضد ونه کارول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغان- قزاق نړيوال نندارتون په پرانېست غونډه کې د نومونو له اخېستلو پرته ویلي ول چې د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه له داعش سره همکار دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist