ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، لغمان ولایت کې د ګډو دفاعي او کومانډو ځواکونو له لورې پيل شويو چاڼيزو عملياتو د دوام پر مهال په تېرو ۲۴ ساعتونوکې د ياد ولايت مرکز پاټک، ابوزئي او قله ټک، او د الينګار ولسوالۍ شيخ صاحب او دوملام سيمې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکې شوي دي.
د قول اردو په وینا، د هوايي، توپچي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۱۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي اویو تن يې ټپي شو دی.
قول اردو زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو يوه اندازه وسلې او ۳ عرادې وسايط هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.











