د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي له سعودي عربستان سره د خپل هېواد سياسي اړيکو پر پياوړتيا او پراختيا ټينګار وکړ.
السيسي ويلي، چې د تاريخ په اوږدو او اوس وخت کې يې سعودي عربستان سره اړيکې ستراتيژيکې، رغوونکې او د دوه اړخيزو همکاريو په فضاء کې وې/ دي.
د مصر ولسمشر دغه څرګندونې د سعودي عربستان د شاهي محکمې له مشاور ترکي بن عبدالمحسن الشيخ سره په ليدنه کې کړې دي.
مصري چارواکو ويلي، رياض سره يې په اقتصادي، پانګه اچونې او تفريحي برخو کې اړيکې د ودې او پراختیا په حال کې دي.
د دواړو هېوادونو مشرانو ويلي، چې دوی لېواله دي، چې سياسي مشارکت ته وده ورکړي او ګډې موخې تر لاسه کړي.











