د بښنې نړيوال سازمان وایې، که اوسنۍ جګړې او تاوتريخوالي دوام وکړي،د مېرمنو شل کلنې لاسته راوړنې به له لاسه ووځي.
د یاد سازمان له لوري تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغان مېرمنو او نجونو د راتلونکې په اړه اندېښنه ښوول شوې ده.
ياد سازمان اندېښنه ښوولې،چې د سولې خبرې له تزلزل سره مخ دي او د نړيوالو ځواکونو په بهر کېدو سره افغانستان داسې يوې پايلې ته نږدې کېږي،چې د ښځو شل کلنې لاسته راوړنې ګواښي.
د بښنې نړيوال سازمان:« افغانستان په يوه حساسه مرحله کې دی، د سولې خبرې له تزلزل سره مخ دي، د جګړې دوام پر ورځنۍ کچه د خلکو ژوند اخلي. د نړيوالو ځواکونو په بهر کېدو سره دغه هېواد داسې يوې پايلې ته نږدې کېږي، چې د ښځو او نجونو پرمختګ برخه کې شل کلنې لاسته راوړنې ګواښي.»
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،اوس د دې وخت دی،چې افغان حکومت او نړيوال شريکان يې ژمنه وکړي، چې د سولې خبرو کې د دوی پر لاسته راوړنو معامله نه کېږي.
د بښنې نړیوال سازما: «اوس وخت د دې دی،چې افغان حکومت او نړيوال شريکان يې په واضح توګه ژمنه او ډاډ ورکړي،چې د ښځو حقونه او دوه لسيزو لاسته راوړنو باندې يې طالبانو سره د سولې خبرو کې معامله ونه شي.»
د افغانستان د بشر حقونو سازمان هم اندېښنه لري، که جګړه او تاوتريخوالی همدا شان دوام وکړي،دا به یوازې ښځې نه بلکې ټول افغانان هم اغېزمن کړي.
ياد ساز مان د جګړو پر ښکېلو غاړو غږ کوي،چې له جګړې لاس واخلي او د مذاکراتو لاره غوره کړي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو واکمنۍ پر مهال مېرمنو او نجونو ته اجازه نه ورکول کېده، چې زده کړې وکړي او کمو روغتيايي چوپړتیاوو ته يې لاسرسی درلود او اوس په هغو سيمو کې ورسره مخ دي،چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
د بښنې نړیوال سازمان:« مېرمنو او نجونو ته اجازه نه ورکول کېده، چې زده کړې وکړي او روغتيايي چوپړتیاوو ته يې محدود لاسرسی درلود. دا محدوديتونه اوس هم په هغو سيمو کې پر مېرمنو عملي کېږي،چې د طالبانو ترکنټرول لاندې دي.»
بښنې نړیوال سازمان وايي، د مېرمنو حقونو ودې برخه کې زيات پرمختګ شوی دی، خو په وینا یې، لا هم ډېر کار ته اړتيا شته.
ياد سازمان دا اندېښنه داسې مهال څرګندوي،چې اوس مهال درې اعشاريه درې ميليونه نجونې ښوونځيو ته ځي، په فعاله توګه د افغانستان په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې فعاليت کوي.











