د رسنیو د راپور له مخې، اسټرالیا غواړي افغانستان کې خپل سفارت تر نامالومې نیټې پورې وتړي.
راپورونه وايي، د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي چې افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله روانه اونۍ کې خپل سفارت تړي.
نوموړي ویلي، هر وخت چې وضعیت سم شي بېرته به خپل سفارت پرانېزي.











