واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو وروسته د سیمې او نړۍ هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنې مطرح کوي او ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید د ښځو او نجونو زدهکړو او کار ته اجازه ورکړي، څو نړۍ رسمي تعاملات ته را وړاندي شي.
تازه د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د پولې تخنیک پوهنتون د محصلینو په فراغت غونډه کې، د ښځو د حقونو په برخه کې لویدیځ د هغوی له حقونو پر سرغړونې تورنوي او زیاتوي، يادو هېوادونو په افغانستان کې د خپل نظامي او سياسي حضور پرمهال د افغاني کلتور خلاف کړنې کولې.
همدا راز حنفي د بشري حقونو نقض په اړه د نړیوالو اندېښنې بې اساسه بولي او زیاتوي، چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ورکړې ته ژمن دی.
حنفي وايي:« ۴۵ هېوادونه دلته ول، زموږ خوېندو ته یې څه حق ورکړ، بغییر له بې حجابۍ، نور څوک ځواب راکړئ. دا بعضې یې داسې پياده کړل، چې منفي تبلیغات وکړي. قدرمنو! زه تاسو ته وایم، عالي قدر امیرالمومنین زموږ خوېندو لپاره شپږ ماده ییز مستقل فرمان ابلاغ کړی. امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت دا مسوولیت لري، چې هغه تطبیق کړي او تعقیب یې کړي.»
حنفي وایي، د اسلامي امارت په حاکمېت سره په هېواد کې قوم پالنه ځای نه لري او ټولو اقوامو ته یو شان خدمات وړاندې کېږي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، د حکومت مشرتابه د ښځو حقونو د لا ښه خوندیتوب لپاره ۶ مادهیيز فرمان ورکړی، چې د ټولو ښځو حقونو تامین ته په کې جدي پاملرنه شوې.
حنفي وايي:« تاسې زموږ وروڼه یاست، دا نظام یوازې په اسلامي امارت او مسوولینو نه کېږي، دا ستاسو په همغږۍ کېږي.»
له دې وړاندې یو شمېر هېوادونو او بنسټونو پر هغه څه چې په هېواد کې یې د ښځو او نجونو حقونو نقض بللی ، اندېښنه څرګنده کړې ده او د دغو حقونو خوندیتوب یې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د وړاندې شویو شرطونو له ډلې يو بللی دی.