افغان کمانډو ځواکونو د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو زندان مات او ۴۱ کسان یې آزاد کړي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، یاد عملیات یې تېره شپه د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ اړوند مرواه کلي کې ترسره کړي، چې پر مهال یې د ۱۹ امنیتي سرتېرو په ګډون ۴۱ کسان آزاد کړي دي.
د هرات ولایت مقام بیا وايي چې د عملیاتو پر مهال اوه وسله وال طالبان چې د زندان ساتونکي وو، وژل شوي دي.
د ولایت مقام زیاتوي چې عملیاتو کې د طالبانو اوه عرادې ماټرسایکلونه له منځه وړل شوي او دغه راز یو میل پیکا، څلور کلاشینکوفونه او یو شمېر نور وسایل د امنیتي ځواکونو له لوري نېول شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.











