Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې پر جومات برید په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي

هرات کې پر جومات برید په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/30

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې د اهل تشيع پر جومات د تېرې شپې وسله ‌وال بريد، چې په پايله کې يې شپږ تنه ووژل شول، په کور دننه او بهر ګڼو غبرګونونه راپورته کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما)  د ياد بريد په غبرګون کې ویلي، عاملین يې باید په نښه او د سزا په ورکولو سره د بريد قربانیانو کورنیو ته انصاف ورکړل شي.

یوناما زیاته کړې:« په هرات کې د اهل‌ تشيع پر یوه جومات د تېرې شپې برید، چې د یوه ماشوم په ګډون په کې لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شوي او ټپیان شوي، غندو او د بېړني اقدام په توګه دې د عاملینو پلټنه او ورسره حساب وشي.»

بل خوا د یاد وسله‌وال برید په اړه پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خواشیني څرګند کړې او دا ډول بریدونه یې تروریستي عمل ګڼلی دی.

هغه زیاته کړې:« زه د دې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم او دا برید په کلکه غندم او دا تروریستي عمل د ټولو دیني او انساني معیارونو خلاف ګڼم.»

بل پلو په افغانستان کې د ایران سفارت هم دغه بريد غندلی او ملکيانو ته په کې د اوښتې مرګ ژوبلې له امله يې د عاملانو د پيدا کولو غوښتنه کړې.

د ایران سفارت په دې اړه خپاره کړي بیان کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ او مبارزې ډاډ ورکړی.

سفارت زیاته کړې:« د ایران سفارت د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان(ع) په جومات کې وسله‌وال برید غندي او د دې پېښې د عاملانو پېژندنې او ورته د سزا ورکولو غوښتنه کوي. د ایران سفارت د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ترهګرۍ پًر وړاندې ګډې همکارۍ او مبارزې ته ژمن دی.»

په ورته وخت کې سرپرست حکومت تائيد کړي، چې د امام زمان پر جومات د تېرې شپې په وسله‌وال برید کې د يوه ماشوم په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

 تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخېستی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist