Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هغه سیمې چې حکومت یې د تکتیکي شاتګ په نوم وسله والو طالبانو ته پریږدي، بیرته په لوړ لګښت او درنو تلفاتو نیول کېږي

admin by admin
2021/05/24

په یوولسو ولایتونو کې دافغان پوځ او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، خو ددغو جګړو پرمهال ځینې سیمې طالبانو ته پرېښودل کیږي، هغه څه چې امنیتي او پوځي مسوولین یې تکتیکي شاتګ ګڼي.

خو نیوکې دا دي چې دغه تکتیکي شاتګ ځواکونو او حکومت ته په لوړ قیمت تمامیږي او سرتیري یې بیا د سر په بیه بیرته نیسي.

د ولسي جرګې غړی بسم الله جان محمدي وایي: ((شاتګ په دې مانا دی چې د دوی تشکیل نه دی پوره . د دوی پنځه سوه تشکیل ده، خو دوی شل کسه کینولي او معاش راخلي خپلو جیبونو کې یې اچوي، هغه وخت دوی ولسوالۍ ته کمک ورکوي، چې هغه [نظامیان] یا مړه کړي یا سقوط کړي، وروسته بیا دوی الوتکي وراستوي…))

امنیتي  ځواکونه بیا په جګړه کې شاتګ او مخکې والی طبیعي ګڼي او وايي ځواکونه یې له هېواده په دفاع کې جدي او مستقلانه چلند کوي.

په همدې حال کې، ملي دفاع وزارت په لغمان او لسو نورو ولایتونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

دفاع وزارت وايي، شاوخوا یو نیم سل طالبان یې وژلي لس ګونه نور یې ټپیان کړي او سیمې یې هم ترې پاکې کړي دي.

سره د دې چې طالبان د دفاع وزارت دغه ادعا ناسمه بولي، وايي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې یې د امنیتي ځواکونو لسګونه پوستې نیولي اومرګ ژوبله یې هم ور اړولې.

پخواني نظامیان بیا د طالبانو په لاس د سقوط شویو سیمو بیرته نیول، د طالبانو د بریدونو پر وړاندې جدي اقدامات او هغوي ته مرګ ژوبله اړول له پوځي نظره بریا نه ګڼي.

دوي وايي، پکار ده چې په اوسنیو شرایطو کې افغان پوځ تعرضي حالت غوره کړي.

لغمان، ننګرهار، کندهار، هلمند، غزني، میدان وردګ، بغلان او پنځه نور هغه ولایتونه دي چې د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ پکې شدیدې جګړې روانې دي او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist