د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د ننګرهار ولایت په اچین او سپین غر ولسوالیو کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
اعلامیه کې وړاندې راغلي، د اچین ولسوالۍ په پېښې او د سپین غر ولسوالۍ په وچ کوټ او مامند سیمه کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د پاکستانيو په ګډون ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي، چې د زیات شمېر وژل شویو جسدونه هم په سیمه کې پاتي دي.
له بل لوري سیمه ییزې سرچېنې وايي،د اچین ولسوالۍ پېښې سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو درې پوستې طالبانو سقوط کړي،چې ۵ سیمه ییز پاڅونوال یې په کې وژلي دي.
د یو بل خبر له مخې په مامندره سیمه کې بیا د سیمه ییزو پولیسو دوه پوستې سقوط شوي،خو د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو بیا د دغه خبر برعکس ویلي، پېښې او مامندره کې یې د بهرنیو وسله والو په ګډون ۲۶ طالبان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.











