سېمه ییزو سرچېنو شمشاد نیوز ته وویل، دا پوستې د اچین ولسوالۍ اړوند پېښې سیمه کې سقوط شوي دي.
د سرچېنو په خبره، د طالبانو بریدونو کې ۵ پاڅون کوونکې وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې،د همدې ولسوالۍ په مامند دره کې هم طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي.
له مامند درې تازه راپورونه دا دي،چې هلته د سیمه ییزو پولیسو دوه پوستې سقوط شوي،خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه مالومات نشته.
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.











