یاد وزارت وايي، پرون شپه د لوی درستیز، ستر جنرال یاسین ضیا په مشرۍ افغان ځواکونو د لغمان ولایت په مرکز، الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو خلاف عملیات ترسره کړي.
وزارت زیاتوي، یاد عملیات یې تېره شپه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د مهمو طالب قومندانانو په ګډون ۵۰ وسله وال وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.











