چارواکي وايي،دا لیفټ د هېواد شمالي برخې په یوه غرنۍ سېمه کې لوېدلی،چې له امله یې ۱۴ کسان مړه شوي دي.
دوی زیاتوي،چې په دې پېښه کې يو ماشوم ژوبل شوی هم دی.
د چارواکو په خبره،دغه هوايي لېفټ له ځمکې شااوخوا ۱۵ سوه متره لوړ و او له استرزا ښارګوټي ماترون غره ته پر لاره وه، چې ولوېده.
هوایي لېفټونه هغه خوځنده وسیلې دي،چې په کېبلونو تړلي وي او ډېری وخت په غرنیو سیلاني سېمو کې له یوه غره بل غره ته سیلانیان لېږدوي.











