د غويي (ثور) اتمه چې د پخواني شوروي او د ياد اتحاد په ملاتړ په افغانستان کې د وخت حاکم نظام پر وړاندې د مجاهدینو د بریا له ورځې سره برابره ده.
د اسلامي امارت چارواکو له خوا دغه ورځ د یوې غونډې په لړ کې ونمانځل شوه او د وخت د مجاهدینو له سرښندونو يې ستاینه وکړه.
چارواکي وايي، د پخواني شوروي تحاد پر وړاندې جهاد کې ټول افغانان په برابره توګه سهيم وو او په خبره يې په دې توګه دغه ورځ د ټولو افغانانو د ګډې بريا ورځ ده او هېڅوک دې په شخص پورې تړاو نه ورکوي.
دوی زياتوي، د وخت شوروي اتحاد پر وړاندې د مېرمنو په ګډون ټولو افغانانو جهاد کړی او هغوی ته يې شرمونکې ماتې ورکړې.
د حج اوقافو وزارت سرپرست مولوی نورمحمد ثاقب وايي: « دا یاد لرې؛ ډېرو خلکو ته دا مالومه ده چې په هغه وخت کې هم دا جهاد په اکثریت مطلق سره د علماوو او اهل علم لخوا رهبري کېده. په کندوز او بغلان کې د طالبانو مستقلې جبهې وې، همداراز په کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، غزني او همداسې په ټول افغانستان کې دوی موجود وو.»
په ورته مهال یو شمېر نور چارواکي بیا وايي، افغانان باید له تېرو تجربو زدهکړه وکړي او د هېڅ چا په خبرو ونه غولېږي.
د دوی په خبره، یو شمېر کړۍ په کور دننه او بهر اوس هم هڅې کوي چې د افغانانو ترمنځ ډلې ټپلي جوړې کړي او یو ځل بیا يې په خپل منځي جکړو اخته کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي: « دې ته متوجې شئ، چې اوس څه کول په کار دي، زه یې په لنډو ټکو کې وایم، چې اوس هم هغه دوښمن په کمین کې ناست دی او هڅه کوي په یوه او بل نامه زموږ د ملت ترمنځ نفاق واچوي او افغانان په خپلو منځو کې ووېشي. اوس خدای نظام په لاس درکړی دی او د اسلامي امارت په سر کې ټول علمای کرام دي؛ نو خپل نظام باید وساتي.»
بل خوا د امربالمعرف او نهې عن المنکر وزارت مسوولینو له خلکو غوښتنه وکړه، چې د اوسني حکومت ملاتړ وکړي او ستونزو په له منځه وړلو کې دې چارواکو ته مشورې ورکړي، څو په حکومت کې دننه ستونزې حل او یو بشپړ نظم رامنځته شي.
د امربالمعرف او نهې عن المنکر وزارت نظامي معين سعید احمد شهیدخېل وايي: « د تجربې په لحاظ، د اسبابو په لحاظ د افغانستان د علماوو او مسلمانانو دا تکل او عظم و چې یوازې او یوازې جهاد، له وطنه دفاع، له خپله دینه دفاع، له خپل استقلالیته دفاع او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، عزت او ناموسه دفاع زموږ وجیبه ده، ځانونه به شهیدانوو، اولادونه به شهیدانوو او نور به یې الله تعالی ته ورسپارو.»
له نن نه پوره ۳۲ کاله مخکې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د غويي ( ثور) په ۷ نېټه د شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ، دا کار د دې لامل شو، چې عام افغانانو د شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې جهاد اعلان او وسلهواله مبارزه پيل کړي، چې د ۱۴ کلونو په تېریدو د شاوخوا دوه ميلیونو افغانانو پر شهادت سربېره د یونیم میلیون هغو په ټپې کېدو او میلیونونه نورو افغانانو په کډوالېدو مجاهدین بریا ته ورسېدل او د شوروي اتحاد ځواکونو پر اېستلو سربېره يې د ياد اتحاد په همکارۍ رامنځته شوی نظام هم نسکور کړ.