د امریکایي ورځپاڼې میلېټري ټایمز د راپور له مخې، ښایي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ګڼ شمېر نظامي تجهیزات د طالبانولاس ته ولوېږي.
میلېټري ټایمز لیکلي، له عراق څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته تجربه شوې ده چې د امریکایي ځواکونو یو شمېر موټر او تجهیزات د داعش ډلې لاس ته ورغلي دي.
ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، دوی ژمنه کړې چې یو شمېر وسلې او تجهیزات به افغان ځواکونو ته سپاري، خو بېرته په مقابل کې ډاډ نه دی ورکړل شوی چې یاد تجهیزات به د طالبانو لاس ته نه ورځي











