چينايي چارواکي وايي، د دغه هېواد په کچه سل کيلو متره ځغاستې سيالۍ ۲۱ ګډون کوونکي د شديدو بادونو له امله مړه شوي دي.
راپورونه وايي، د يادو بادونو له امله اته تنه سطحي ټپيان شوي هم دي.
د ځغاستې په دې سيالۍ کې ۱۷۲ ورزش کارانو برخه اخيستې وه، چې ۱۵۱ کسانو ته يې کوم زيان نه دی اوښتی.
د ځغاستې دغه سيالۍ وروسته له هغې بندې شوې، چې يو شمېر لوبغاړي نادرکه شول.
له دې وړاندې په تېره اونۍ هم دغه هېواد کې له لسو زيات کسان د توپان له امله مړه شوي وو.











