Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان کې داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې

متقي: د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړيکې د تېر پرتله پراخه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/25

نږدې درې کاله کېږي، چې  اسلامي امارت په افغانستان کې بیا ځلې واک ته رسېدلی، خو تر اوسه د ګاونډيو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد پر رسميت نه دی پېژندلی.

خو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له سيمې او نړۍ سره د افغانستان اړيکې پراخې شوې ګڼلي دي.

متقي د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره ليدنه کې د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته د بل ځانګړي استازي ټاکلو مسالې ته هم اشاره کړې او په دې اړه يې د حکومت د تېر دريځ له مخې د ياد استازي ټاکل غير ضروري بللي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي:« د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو او سوداګرۍ پر لا پياوړتیا باندې یې ټېنګار وکړ، متقي وویل، چې د افغانستان اړیکې له سیمې هېوادونو سره په غوړېدو دي او اوس مهال افغانستان د سیمې له نږدې ټولو هېوادونو سره فعال سفارتونه لري، د  بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللې او ټېنګار یې وکړ، چې د افغانستان اوسني ځمکني واقعیتونه باید درک شي او اوس په افغانستان کې داسې شرایط نه دي واکمن چې د ملګرو ملتونو لخوا د کوم ځانګړي استازي اړتیا دي وي.»  

کابلوف بيا  وايي، د افغانستان په اړه نړيوالو ناستو کې د افغانستان اوسني حکومت تفاهم مهم دی او اړتيا ده چې په اړه يې نظر واخيستلی شي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي او پر بانکي نظام يې یو اړخیز او غیرقانوني بندیزونه پای ته ورسوي.

کابلوف وايي:« د دوحې په راتلونکې ناستې کې هم مهمه ده، چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري. دولتونه د تماس د څو اړخیزو میکانېزمونو پر ځای باید د افغانستان له حکومت سره د دوو اړخیزه میکانېزمونو له لارې اړیکې وپالي.»

له دې سره د ماليزيا بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو استازي هم کابل ته راغلي او د سرپرست حکومت له چارواکو سره يې پر شريکو مسايلو خبرې کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وروستیو سفرونو ته په اشارې تمه ښيي، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د تیرې ناستې په څېر ناندرۍ راپورته نه شي او سرپرست حکومت به وکولی شي له نړیوالو سره په مستقیمه توګه رغنده بحثونه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« موږ نړۍ ته اړتیا لرو او نړۍ موږ ته اړتیا لري، اوس چې نړۍ دوه قطبي لور ته روانه ده، ممکن درې قطبي لور ته روانه شي، نو په دې وخت کې افغانستان یو خاص اهمیت لري. دا چې په راتلونکې کې به د دوحې درېیمه ناسته ترسره شي، هیله ده چې په دویمه ناسته کې چې کومې ناندرۍ راپورته شوې، هغه وار له مخه حل شي، ترڅو هلته حکومت ته د ګډون زمینه برابره شي، چې وکولی شو، موږ له نړیوالې ټولنې سره رغنده او ماناداره بحث پيل کړو.»

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي:« د افغانستان په اړه ټولې نړیوالې ناستې چې کېږي، دا یو مثبت ګام دی او د افغان ولس په ګټه ده، نو په اوسني حالت کې د افغانستان سرپرست حکومت طالبانوتشکیل کړی دی او دغه سرپرست حکومت هم مسوولیت لري او هم ولس پر دوی حق لري، چې په ټولو نړیوالو ناستو کې د دوحې په شمول په کې ګډون وکړي. هر هغه ناسته چې د افغان ولس په اړه کېږي، اوسني سرپرست حکومت سره د نړیوالو تعامل د افغان ولس لپاره په نړیوال سټیج باندې کېږي.»

د بهرنیو چارو سرپرست داسې مهال له سيمې سره د افغانستان اړيکې پراخې شوې بولي، چې د لمړنیو مالوماتو له مخې، د څه باندې ۱۶ هېوادونو سفارتونه او ګونسلګرۍ په افغانستان او په څه باندې ۲۳ هېوادنو کې بيا د افغانستان سفارتونه او ګونسلګرۍ فعالې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist