د نایجیریا هېواد هوایي پوځ یوه الوتکه تېر ماښام د کیډونا ایالت هوایي ډګر ته څېرمه رالوېدلې چې له امله یې د لوی درستیز په ګډون ځیني پوځي افسران هم مړه شوي دي.
د الوتکې د سقوط لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی خو په اړه یې څیړنې پیل شوي دي.
د نایجیریا ولسمشر د یادې پېښې په اړه خپګان ښودلی او زیاته کړې یې ده چې د هېواد هوایي پوځ ته یې لویه ضربه ده.
هلته مسوولین که څه هم د مړو شویو کسانو کره شمېر نه ښیي، خو وایي چې په الوتکه کې اته کسان سپاره وو.
دا په روان کال کې دریم ځل دی چې د نایجیریا هوایي پوځ الوتکې سقوط کوي.











