Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت بنسټګر د مړینې ۱۱ کاله پوره شول

د اسلامي امارت بنسټګر د مړینې ۱۱ کاله پوره شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/24

د غويي څلورمه د اسلامي‌امارت د بنسټګر ملامحمدعمر مجاهد د مړینې ۱۱ تلین دی، تېر کال په همدې مناسبت ستره غونډه جوړه شوې وه ‎، خو د یوولسم تلین نمانځنه یې ونه شوه.

ملامحمد عمر مجاهد  د ملا غلام نبي زوی، د ملامحمد رسول لمسی او په قوم هوتک وه، چې په ۱۳۳۹ لمریز کال کې د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په چاه همت کلي کې زېږیدلی دی.

مجاهد پنځه کلن وو، چې پلار يې وفات شو او سرپرستي يې ترونو پر غاړه واخېسته.

تر لومړنۍ او منځنۍ کچې ديني زده کړې يې د ارزګان ولايت دهراود ولسوالۍ په شهرکهنه سيمه کې له خپلو ترونو ترلاسه کړې.

 پر افغانستان د پخواني شوروي يرغل له امله يې زده‌کړې نيمګړې پاتې شوې او د هېواد دفاع لپاره یې جهاد ته مخه کړه، دوه ځلې سخت ټپي شو.

 په افغانستان کې د شوروي لښکرو له ماتې وروسته چې د وخت مجاهدين واک ته ورسيدل، مرحوم ملا محمد عمر مجاهد يو له هغو څخه و چې خپله وسله يې پر ځمکه کېښوده او د خپلو نيمګړو درسونو د بشپړولو په موخه يې مدرسې ته مخه کړه او د دې ترڅنګ يې د ژيړۍ ولسوالۍ په حصار کلي کې يوه دينې مدرسه هم جوړه کړه.

د اسلامي امارت د رهبرۍ غړي حافظ انس حقاني پر خپله ایکس پاڼه د هغه روح ته دعا کړې او د وطن او ارزښتنو پالونکی یې بللی دی.

هغه زیاته کړې:« هغه مهال چې مولک الطوایفي حاکمه وه، ځېنو حتا خپلې سیکې لرلې او هېواد یې عملا وېشلی وه. د روسانو په مقابل کې د افغانانو سپېڅلي جهاد نتیجه یې په یوې فاجعې بدله کړې وه. یو سړی راپاڅېده، د وطن او د دې ملت د ارزښتونو څېرې ګرېوانونه یې راټول کړل. بیا چې کله د امریکا پر مشرۍ د ناټو ظالمانه تجاوز وشو، د دې ستر جهاد د مشرۍ مسوولیت ورترغاړې شو، غټ شور یې جوړ کړ، خو خپله د شهرت او هیروییزم سړی نه وه، په پای کې یې په هماغه فقیرانه انداز ساه ورکړه.»

که څه هم امريکايانو د ملا محمد عمر مجاهد د موندلو او وژلو لپاره ستره  ډالري جايزه اعلان کړې وه خو تر پایه د هغه په موندلو بریالي نه شول.

د امریکا پر وړاندې له ۱۳ کاله مبارزې  وروسته د زابل ولايت په سيورې ولسوالۍ کې د خپل ملګري ملاعبدالجبار عمري په کور کې د ناروغۍ له امله په حق ورسيد.

 ملا عبدالجبار عمري چې ملا محمد عمر مجاهد ته یې په خپل ځای کې ۱۲ کاله پناه ورکړې وه د ژوند تر وروستۍ ورځې ورسره  پاتې شوی دی،  په نهم تلین کې یې هغه یو مېړنی او مبارز انسان یاد کړ او ټینګار کړی چې افغانان باید د هغه له ژوند او مبارزې پند واخلي.

یو  امریکايي جنرال چې افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی، د ملامحمدعمر مجاهد په اړه په یوه مقاله کې د هغه  زړورتیا ستاینه کړې .

امریکايي جنرال جان رابټ په خپله يوه مقاله کې ليکلي:« ملاعمر زموږ دوښمن و، خو یو نر دوښمن مو و. دا به د امریکا په تاریخ یو ویاړ وي چې موږ داسې دوښمن هم درلود چې سرتیرو به يې تر ځان بمونه تړل او زموږ پر ټانګونو به يې راځغاستل. که زه افغان وای، نو د هغه سرتيری به ووم، حتی که مسلمان هم نه‌ وای.»

د ملا محمد عمر مجاهد له مړینې څخه وروسته د نوموړي پر ځای مولوي اختر محمد منصور ته  د مشرتابه چاري وروسپارل شوې، د امریکا په هوايي برید کې د مولوي اختر محمد منصور له مړینې وروسته شیخ‌ هیبت الله آخوندزاده د اسلامي امارت امیر وټاکل شو او اسلامي‌امارت له ۲۰  کلنې مبارزې وروسته د دوهم ځل لپاره پر افغانستان حاکم شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist