د امریکا ولسمشر، جیو بایډن سپینه ماڼۍ کې د سویلي کوریا له ولسمشر سره په لیدنه کې وویل چې لویدیځه تړانګه کې د فلسطینیانو د ژوند خوندیتوب اړین دی.
بایډن ویلي، له لومړي وزیر نتنیاهو سره یې په خبرو کې وریاده کړې چې په بیت المقدس کې دې د فلسطین خلکو ته بشري مرستې ورسېږي.
هغه ویلي، هېواد یې د دې ملاتړی دی چې اسراییلو کې له مسلمانانو او یهودیانو سره مساوي چلند وشي.
بایډن دغه راز ویلي چې له نتنیاهو یې له دې امله مننه کړې چې له حماس سره یې د مصر په منځګړیتوب اوربند کړی دی.
جو بایډن په یاده لیدنه کې د اسریلو تر څنګ د سویلي کوریا له ولسمشر سره په خبرو کې ویلي چې د شمالي کوریا پر وړاندې به کوټلي ګامونه اخلي.











