په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندۍ قومندان جنرال فرانک مکېنزي ویلي چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین ته به د جون میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په اړه ځینې سپارښتنې وکړي، خو د دې سپارښتنو په تړاو یې نور جزیات نه دي ور کړي.
مکېنزي ویلي چې هغه به دفاع وزیر ته ووايي چې څنګه باید د امریکايانو له وتلو وروسته په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.
هغه ویلي چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د هغوی له هوايي حریم څخه د استفادې په اړه خبرې روانې دي، خو په وینا یې تراوسه کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی.
هغه دغه راز ویلي چې امریکا به په سیمه کې په ترهګرو ډلو نظر ساتي او د افغانستان له پوځ سره به مرستو ته د شویو هوکړو او یا هم په سیمه کې د امنیتي حالت د بدلون پر بنسټ دوام ورکړي.
د مکېنزي په وینا، دا د افغان پوځ له پاره سخت حالت دی او د ګواښونو کچه لوړه ده.
له دې وړاندې د امریکا کانګرس او د پېنټاګان ځینې مشرانو اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښايي د امریکا له وتلو وروسته طالبان د افغانستان پر پوځ برلاسي شي.
خو مکېنزي وايي چې افغانان اوسمهال د جګړې، بریا او له ځان څخه د دفاع فرصت او وړتیا لري.
مکینزي ویلي په داسې حال کې چې طالبانو پر امریکايي او ناټو ځواکونو بریدونه بند کړي، پر افغانانو او افغان امنیتي ځواکونو یې سختو بریدونو ته مخه کړې ده.
د مکېنزي پر باور افغانستان کې دواړه القاعده او داعش ډلې اوسمهال ډېرې کمزورې شوې دي.











